جمهوررئیس غني د صرافانو ستونزې او غوښتنې واورېدې

Mpoya
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۸ - ۸:۵۶
جمهوررئیس غني د صرافانو ستونزې او غوښتنې واورېدې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د افغانستان د صرافانو سرتاسري شورا رئیس او غړو سره کتنه کې د دوی ستونزې او غوښتنې واورېدې.

په دغه کتنه کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې وشوه، په پیل کې د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي وویل، د بانکدارۍ پر اصلاحاتو کار دوام لري او غواړو د صرافانو انفرادي جوازونه پر شرکتي جوازونو بدل کړو.

هغه زیاته کړه په افغانستان بانک کې اصلاحات جریان لري، همغږي زیاته شوې ده، پر ننګونو او د نویو جوازونو پر وېش بحث پیل شوی او د صرافانو د امنیت تامین ته پاملرنه شوې ده.

احمدي وویل، تېره اوونۍ مو صرافانو ته تشویقي برنامه چمتوکړه، ترڅو دوی شرکتي جواز واخلي، زموږ موخه دا ده چې د افغانیو نرخ ثابت وساتو.

وروسته د صرافانو سرتاسري شورا رئیس مېرافغان صافي په بېلابېلو برخو کې د صرافانو ستونزې، وړاندېزونه او غوښتنې د هیواد له جمهوررئیس سره شریکې کړې.

هغه صرافانو ته د پاملرنې او د صرافانو خوندیتوب کمېټې د ایجاد په خاطر د جمهوررئیس مننه وکړه وې ویل، د افغانستان بانک سره زموږ اړیکې نږدې شوي او په هر ډول شرایطو کې وطن ته د خدمت په خاطر مصروف یوو.

صافي د صرافانو د جواز د تمدید غوښتنې پر مهال وویل، زموږ غوښتنه دا ده چې مالیه ثابته شي، په لویه څارنوالۍ کې دې د صرافانو دوسیو ته رسېدګي وشي او د داخلي انتقالاتو ستونزه دې حل شي.

وروسته مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال وویل، موږ هڅه کوو، خصوصي سکتور لازیات پیاوړی شي، د بېلابېلو اصنافو مالیات راټول کړو او صرافانو ته د شرکتي جواز په وېش سره به د دوی ستونزې حل شي.

جمهوررئیس غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل، د صرافانو دوسیو ته د رسېدګۍ په برخه کې به اقدام وشي او واضح اړتیا ده چې شرکتونه ایجاد شي.

جمهوررئیس د افغانستان بانک رئیس ته لارښوونه وکړه چې صرافانو سره د ثابتې مالیې د لېږد یوې دورې په خاطر پایلې ته ورسېږي او د واقعیتونو په پام کې نیولو سره دې د شرکتونو اړتیاوې تعین شي چې دا هم د لېږد یو پړاوو ته اړتیا لري.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه: زموږ موخه داده چې د صرافانو فعالیتونه لازیات منظم او منسجم شي، د مالیاتو ستونزه به مو مالیې وزارت حل کړي.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، افغانستان د دیجیټلي کېدو پر لور ځي او په راتلونکي کې به ستاسې برېښنایي انتقالات معیاري شي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۷:۳۳
Background image

په ملي پروژو کې د پانګونې د پراختیا لپاره د افغانستان بانک، مالیې وزارت او سوداګریزو بانکونو ګډه غونډه ترسره شوه

۱۴۴۷ هـ.ق د ذوالحجې ۲۱مه – د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ، د افغانستان بانک، مالیې وزارت او سوداګریزو بانکونو د استازو ترمنځ په ملي پروژو کې د پانګونې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۵۸
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

ټولو درنو سوداګرو، شرکتونو او قراردادي بنسټونو ته خبر ورکول کېږي، هغه بانکي ضمانتونه چې د تېرې ادارې پر مهال د پروژو او قراردادونو د تضمین په موخه په بانکونو کې ایښودل شوي وو او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د شمال او شمال ختیځ زونونو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ یو پلاوي شمال او شمال خیتځ زونونو ته سفر وکړ او په دې زونونو کې یې د افغانستان بانک له نمایندګیو څخه لیدنه وکړه؛ دا سفر د. . .

بېرته خبرونه ته