د افغانستان بانک خبرتیا!

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۱۴:۵۳
د افغانستان بانک خبرتیا!

د افغانستان بانک درنو هېوادوالو ته د غوره بانکي خدمتونو وړاندې کولو او اړینو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د رمضان المبارک میاشتې له ۲۵ نېټې څخه د کوچني اختر تر ورځې پورې د جمعې د ورځې په ګډون د کاري ساعتونو موده د سهار له ۷ بجو څخه د مازدیګر تر ۴:۳۰ بجو پورې غځولې ده.

د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د افغانستان بانک او سوداګریزو بانکونو نمایندګۍ مکلفې دي چې د افغانستان بانک د پرېکړې سره سم درنو هېوادوالو ته خدمتونه وړاندې کړي.

درانه هېوادوال دې خبر وي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۵۸
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

ټولو درنو سوداګرو، شرکتونو او قراردادي بنسټونو ته خبر ورکول کېږي، هغه بانکي ضمانتونه چې د تېرې ادارې پر مهال د پروژو او قراردادونو د تضمین په موخه په بانکونو کې ایښودل شوي وو او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د شمال او شمال ختیځ زونونو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ یو پلاوي شمال او شمال خیتځ زونونو ته سفر وکړ او په دې زونونو کې یې د افغانستان بانک له نمایندګیو څخه لیدنه وکړه؛ دا سفر د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۵
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

په دې وروستیو کې داسې راپورونه ترلاسه شوي چې ځینې اشخاص په ورځنیو اقتصادي راکړو ورکړو کې د ۱، ۲  او ۵ افغانیو بانکنوټونو او سکو له اخیستلو څخه ډډه کوي. له همدې امله ټولو هېوادوالو ته. . .

بېرته خبرونه ته