د تش بست خبرتیا

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۸ - ۱۴:۳۲
۱

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د تش بست خبرتیا

د بست نوم: د شرعي چارو او د شرعی د څارنې بورډ ارشد مدیر

آمریت: د اسلامي بانکوالۍ او مالي خدمتونو آمریت

ګرېډ: (9)

د خبرتیا د پیل نېټه: 07/09/1445

 د خبرتیا د پای نېټه: 21/09/1445

د ګمارنې ډول: دایمي

د دندې لایحه:

دندې او مسئولیتونه:

• د اړوندو کارکوونکو مدیریت، رهبري، کنټرول او د اجراآتو ارزول، د اجراآتو د ښه والي لپاره د انګیزې رامنځته کول، د کار د ګټورتیا او اغېزناکتیا زیاتول، د روزنیزو اړتیاوو پوره کول او د هغوی د ظرفیت لوړول؛

• د عمومي پلان سره سم د پالیسیو، ستراتیژیک پلان، کاري پلانونو طرح کول، ترتیبول او پلي کول او د اړوندو اداري او تقنیني سندونو په تعدیل کې همکاري کول؛

• د لارښوونو، مقررو او اسلامي بانکوالۍ محصولاتو څېړل او ترتیبول او د اړتیا په صورت کې د شته لارښوونو او مقررو تعدیلول؛

تخنیکي او مسلکي:

• له شرعي پلوه د افغانستان بانک د تقنیني سندونو او پالیسیو او کړنلارو، د بانکونو او اسلامي بانکوالۍ دریڅو د محصولاتو بیاکتنه کول؛

• د اسلامي بانکوالۍ او مالي خدمتونو آمریت بیلابیلو برخو سره د شرعي او اسلامي بانکوالۍ کړنو اړوند موضوعاتو په اړه بحث او د نظرونو تبادله کول؛

• د اجنډا ترتیبول، د شرعي څارنې پلاوي د غونډو تنظیمول او جوړول، د صورت جلسو لیکل او راپور یې لیکل؛

• د بانکوالۍ د شرعي چارو په اړه د بانکونو او اسلامي بانکوالۍ دریڅو سره د غونډو جوړول

اداري او عملیاتي:

• د اسلامي بانکوالۍ او مالي خدمتونو آمریت بیلابیلو برخو او د افغانستان بانک اړوندو شعبو سره د شرعي چارو په اړه همکاري کول او د معلوماتو شریکول؛

• د وروستۍ پرېکړې په موخه د شرعي څارنې پلاوي او نورو اړوندو مراجعو ته د بانکونو او اسلامي بانکوالۍ دریڅو د پالیسیو او نورو اړوندو موضوعاتو راټولول او ترتیبول؛

• د بانکونو او اسلامي بانکوالۍ دریڅو د استازو لپاره د اسلامي بانکوالۍ د لارښوونو او محصولاتو تشریح کول او واضح کول؛

• د اړوندو برخو لخوا د شرعي څارنې پلاوي د غړو د حق الزحمې ورکړې څخه ډاډ ترلاسه کول؛

• د مدیریت د غړو ترمنځ د دندو ویشل او د اړوندې کړنلارې سره سم د چارو ترسره کولو څخه څارنه کول؛

• له هدایت سره سم په هېواد کې دننه او بهر د افغانستان بانک په استازولۍ په غونډو، کنفرانسونو، سیمینارونو، ورکشاپونو، روزنیزو پروګرامونو او نورو رسمي برنامو کې ګډون کول؛

• د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛

• د نورو ټولو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونو پر بنسټ له لایحې او مقررو سره سم ورسپارل کېږي.

د زده کړې کچه او څانګه:

د اقتصاد، مدیریت، حقوق، شرعیات، بانکوالۍ او  اسلامی مالي چاری، بانکوالۍ او مالي، اداره او سوداګرۍ، عامه اداره او یا محاسبه کې لیسانس او په یادو برخو کې د ماسټرۍ درلودلو ته لومړیتوب ورکول کېږي. 

تجربه: د دندې اړوند (4) کاله کاري تجربه.

مهارتونه او وړتیاوې:

• د هېواد له رسمي او انګلیسي ژبو سره بلدتیا؛

• د دندې د محرمیت ساتل؛

• په وینا کې فصاحت او بلاغت

• د مدیریتي مهارتونو درلودل؛

• د بانکي قوانینو او مقرراتو سره بلدتیا؛

• د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا؛

د کاري مسئولیت درک کول او په کاري ساحه کې د ستونزو پیژندل؛

• د کمپیوټر له پروګرامونو او بانکي سیستمونو په ځانګړې توګه له اسلامي بانکوالۍ او مالي خدمتونو سره بلدتیا؛

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

ریښتینی، د نېک چلند خاوند، د متقابل درناوي درلودونکی، نوښتګر، با دسپلینه، دندې او وخت ته پوره پابنده، ډله يیز کار ته لېواله، همکار، مسوولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

په شرایطو برابر کسان کولای شي لومړی د دې Jobs.dab.gov.af  وېبپاڼې له لارې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښې بست ته اپلای وکړي.

د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شوو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

د ازموینې نېټه وروسته اعلانېږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies