ختیځ زون کې د افغانستان بانک له لوري مندرس بانکنوټونه وسوځول شول

Mpoya
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۷ - ۱۵:۵۲
ختیځ زون کې د افغانستان بانک له لوري مندرس بانکنوټونه وسوځول شول

۱۴۴۵ جمادي الاول ۴ مه – د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي نوراحمد آغا په مشرۍ هغه پلاوی چې د هېواد ختیځ زون ننګرهار ولایت ته یې سفر کړی وو، د خپل سفر په لومړۍ ورځ یې په یاد زون کې ۱۱۸،۸۵۵،۰۰۰ افغانیو په ارزښت مندرس بانکنوټونه چې (۱۰۰۰،۵۰۰،۱۰۰،۵۰،۲۰،۱۰،۵،۲،۱) بانکنوټونو انواعیې په کې شاملې وې وسوځول.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي نوراحمد آغا د یادو مندرسو بانکنوټونو د سوځولو پر مهال له درنو هېوادوالو وغوښتل چې په سوداګریزو راکړو ورکړو کې افغانۍ و کاروي او د بانکنوټونو ساتنې ته پاملرنه وکړي. نوموړي زیاته کړه د بانکنوټونو ساتنه یو ملي مسئولیت دی او ټول درانه هېوادوال باید د دې مسئولیت په تر سره کولو کې ونډه واخلي.

باید وویل شي چې د افغانستان بانک لومړي مرستیال چې د ختیځ زون مرستیال ښاغلي عبدالحق حلیم یې هم ملتیا کوله د دې سفر په اوږدو کې د ختیځ زون له دفتر لیدنه وکړه او د دې زون کارکوونکو ته یې سپارښتنه وکړه چې د درنو هېوادوالو لپاره پر وخت او غوره خدمتونه وړاندې کړي.

هېره د نه وي چې په ختیځ زون کې د مندرسو بانکنوټونو د سوځونې پر مهال د ننګرهار د والي ښاغلي حاجي ګل محمد سربېره د یو شمېر اړوندو اداور استازو هم ګډون درلود.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۵۸
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

ټولو درنو سوداګرو، شرکتونو او قراردادي بنسټونو ته خبر ورکول کېږي، هغه بانکي ضمانتونه چې د تېرې ادارې پر مهال د پروژو او قراردادونو د تضمین په موخه په بانکونو کې ایښودل شوي وو او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د شمال او شمال ختیځ زونونو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ یو پلاوي شمال او شمال خیتځ زونونو ته سفر وکړ او په دې زونونو کې یې د افغانستان بانک له نمایندګیو څخه لیدنه وکړه؛ دا سفر د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۵
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

په دې وروستیو کې داسې راپورونه ترلاسه شوي چې ځینې اشخاص په ورځنیو اقتصادي راکړو ورکړو کې د ۱، ۲  او ۵ افغانیو بانکنوټونو او سکو له اخیستلو څخه ډډه کوي. له همدې امله ټولو هېوادوالو ته. . .

بېرته خبرونه ته