د سوداګریزو بانکونو له استازو سره د برېښنایي کېدلو په اړه استماعیه غونډه جوړه شوه

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۸:۱۷
د سوداګریزو بانکونو له استازو سره د برېښنایي کېدلو په اړه استماعیه غونډه جوړه شوه

۱۴۴۶ ربیع الاول ۹ مه – د افغانستان بانک غواړي چې په مالي او بانکي برخو کې برېښنایي خدمتونو برخې ته پراختیا ورکړي،  د دې برخې د پیاوړتیا لپاره کمېټه ټاکل شوې او نن یادې کمېټې د سوداګریزو بانکونو د عملیاتي او معلوماتي ټکنالوژۍ د برخو له آمرینو سره استماعیه غونډه جوړه کړه.

په دې غونډه کې چې مشري یې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي فدا محمد فیضان کوله د ډیجیټل خدمتونو پر وړاندې د ننګونو، تخنیکي مسائلو د سنجش او لومړیتوبونو د پېژندلو په اړه بحثونه او د نظرونو تبادله تر سره شوه.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر وویل، چې د افغانستان بانک په مالي او بانکي برخو کې د برېښنایي برخې پراختیا ته ژمن دی او په همدې موخه یې د دې برخې لپاره ځانګړې کمېټه په دنده ګمارلې ده، ترڅو یاده کمېټه د برېښنایي کېدلو د پراختیا په اړه هر اړخیزې ارزونې وکړي او د هغو په رڼا کې کړنې تر سره کړي.

باید وویل شي چې د افغانستان بانک غواړي، ترڅو په هېواد کې د مالي خدمتونو د پراختیا په موخه د ډیجیټل خدمتونو برخې ته پراختیا ورکړي او له دې لارې د هېواد په ټولو برخو کې مالي خدمتونو ته په آسانه او ارزانه ډول د درنو هېوادوالو لاسرسی زیات کړي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۷:۳۳
Background image

په ملي پروژو کې د پانګونې د پراختیا لپاره د افغانستان بانک، مالیې وزارت او سوداګریزو بانکونو ګډه غونډه ترسره شوه

۱۴۴۷ هـ.ق د ذوالحجې ۲۱مه – د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ، د افغانستان بانک، مالیې وزارت او سوداګریزو بانکونو د استازو ترمنځ په ملي پروژو کې د پانګونې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۵۸
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

ټولو درنو سوداګرو، شرکتونو او قراردادي بنسټونو ته خبر ورکول کېږي، هغه بانکي ضمانتونه چې د تېرې ادارې پر مهال د پروژو او قراردادونو د تضمین په موخه په بانکونو کې ایښودل شوي وو او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د شمال او شمال ختیځ زونونو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ یو پلاوي شمال او شمال خیتځ زونونو ته سفر وکړ او په دې زونونو کې یې د افغانستان بانک له نمایندګیو څخه لیدنه وکړه؛ دا سفر د. . .

بېرته خبرونه ته