د افغانستان بانک 14 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

Mpoya
شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۹ - ۱۱:۵۵
د افغانستان بانک 14 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1444 جمادی الاول 16 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1444 کال د جمادی الاول د میاشتې په 17 نېټه (20/09/1401) د  يك شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (14) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د لیلام په ډول وپلوري. د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کوي، څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي. د داوطلبۍ ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.

د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۶:۴۶
Background image

د بانکي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه د افغانستان بانک لومړي مرستیال، د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ ګډې خونې د رئیس سره ولیدل

 ۱۴۴۷ هـ.ق د ذوالحجې ۲۳ مه  -د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ د ګډې خونې له رئیس، ښاغلي جف ګریکو، سره وکتل.

په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۷:۳۳
Background image

په ملي پروژو کې د پانګونې د پراختیا لپاره د افغانستان بانک، مالیې وزارت او سوداګریزو بانکونو ګډه غونډه ترسره شوه

۱۴۴۷ هـ.ق د ذوالحجې ۲۱مه – د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ، د افغانستان بانک، مالیې وزارت او سوداګریزو بانکونو د استازو ترمنځ په ملي پروژو کې د پانګونې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۵۸
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

ټولو درنو سوداګرو، شرکتونو او قراردادي بنسټونو ته خبر ورکول کېږي، هغه بانکي ضمانتونه چې د تېرې ادارې پر مهال د پروژو او قراردادونو د تضمین په موخه په بانکونو کې ایښودل شوي وو او د. . .

بېرته خبرونه ته