د افغانستان بانک د تېر کال مهمې لاسته راوړنې د رسنیز کنفرانس له لارې له ملت سره شریکې کړې

د ۱۴۴۷ کال د محرم الحرام ۲۷ مه - د افغانستان بانک ملت ته د حساب ورکولو په موخه د حکومت د رسنیو په مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام په ترڅ کې د افغانستان له شریف ولس سره د ۱۴۴۶ ه ق کال مهمې لاسته راوړنې او کړنې شریکې کړې.
د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد د رسنیو له لارې د افغانستان بانک د بېلابېلو برخو او د بانکي او مالي سکتورونو د مهمو لاسته راوړنو او کړنو په هکله له هېوادوالو سره مهم معلومات شریک کړل. ښاغلي خالد وویل چې په ۱۴۴۶ کال کې د افغانستان بانک وتوانید ترڅو په بیلابیلو برخو کې مهمې لاسته راوړنې او پرمختګونه ولري. هغه د افغانۍ د ارزښت ثبات ته په اشارې وویل چې د افغانستان بانک د معقولو پولي سیاستونو د تطبیق په پایله کې په ۱۴۴۶ کال کې ولس د افغانۍ په ارزښت کې د مثبتو بدلونونو شاهد وو چې افغانۍ د ډالرو پر وړاندې ۰.۷۹ سلنه مثبت تغییر تجربه کړ.
د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد د خپلو خبرو په اوږدو کې د بانکي سکتور د مهمو لاسته راوړنو په هکله معلومات شریک کړل او ویې ویل چې د هېواد بانکي سکتور د شتمنیو په برخه کې نږدې ۱۵ میلیارده افغانیو، د ګټې په برخه کې د ۳.۴ میلیارده افغانیو او د پانګې په برخه کې د ۳ میلیارده افغانیو زیاتوالی تجربه کړ. همداراز، هغه زیاته کړه چې په تېر کال کې یوازې په وروستیو دریو میاشتو کې په بانکونو کې د خلکو امانتونه ۷.۹ میلیارده افغانۍ زیات شوي دي.
هغه همداراز د بانکي خدمتونو د آسانولو، د برېښنايي بانکوالۍ او مالي سیستمونو د پراختیا او په دې برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په تړاو وویل چې په تېر کال کې د وړو مالي تمویلاتو، برېښنایي پیسو، او اداینیزو مؤسساتو لپاره د فعالیت چارچوکاټ رامنځته شوی او جوازونه ورکړل شوي دي. په هېواد کې ۶۲ نوې بانکي نمایندګۍ او غرفې پرانیستل شوې دي، دریو بانکونو له نمایندګۍ پرته د بانکي خدمتونو پر وړاندې کولو لاس پورې کړی او څلورو نورو بانکونو ته د وړو تمویلاتو د دريڅو له لارې د خدمتونو د وړاندې کولو اجازه ورکړل شوې ده. همدا ډول، د هېواد د اقتصادي پرمختګ او د فقر د کمولو په موخه د اسلامي مالي تمویلاتو لمنه پراخه شوې ده چې شاوخوا ۱۶ زره کسانو او شرکتونو ته اسلامي تمویلات ورکړل شوي دي. همدا ډول، د تېر کال په پرتله خلکو ته ورکړل شوي اسلامي تمویلات ۷۱ سلنه زیات شوي دي چې دا د محلي اقتصادونو د پراختیا او د هېواد د اقتصادي پرمختګ په لاره کې یو مثبت ګام ګڼل کیږي.
ښاغلي خالد د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل چې اوسمهال سوداګریز بانکونه له نږدې ۲۰۰ نړیوالو بانکونو سره اړیکې لري او د افغانستان بانک نه یوازې دا چې په هېواد کې دننه د بانکي او مالي خدمتونو د پراختیا په موخه فعالیتونه کړې دي بلکې په خوندي، آسانه او چټکه توګه د نړیوالو مالي معاملو، صادراتو، وارداتو او عمومي سوداګریزو کړنو د ترسره کولو په موخه یې د پیسو د نړیوالو انتقالاتو (ټي ټي) د پروسې طی مراحل چې له دې وړاندې د افغانستان بانک تر سره کول سوداګریزو بانکونو ته سپارلي دي.
د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړه چې د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو او پیسو د جریان د منظم ساتلو په موخه وخت پر وخت له بازار څخه مندرس او زاړه بانکنوټونو راټولوي او د اړوندې کړنلارې سره سم یې سوځوي چې د تېر کال په اوږدو کې یې نږدې ۵ میلیارده مندرس بانکنوټونه راټول او له ګردښت څخه وایستل. همداراز، هغه په غیربانکي مالي سکتور کې د صرافیو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د فعالتیونو د میکانیزه کولو په تړاو وویل چې په هېواد کې د صرافیو او پولي خدمتونو د جوازونو شمېر زیات شوی دی او دا مهال یوازې هغه کسان چې په دې برخه کې د فعالیت جواز ولري، په بازار کې د فعالیت اجازه لري.
ښاغلي خالد د بانکي او مالي سکتور د اداراتو او کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه د افغانستان بانک د کړنو او لاسته راوړنو په تړاو هم له ملت سره معلومات شریک کړل او ويې ویل چې د بانک مشرتابه په بېلابېلو هېوادونو کې په نړیوالو مالي او بانکي کنفرانسونو او اړوندو غونډو کې ګډون وکړ ترڅو د هېواد مالي او بانکي سکتور د نړیوالو تجربو په رڼا کې په مدرنو سیستمونو د سمبالولو په برخه کې ګامونه پورته شي. سربیره پر دې، د بانکونو، مالي ادارو او د اړوندو سکتورونو کارکوونکو ته د نوو نړیوالو تجربو، تخصصي مهارتونو او د عملي زده کړو د زمینې برابرولو په موخه د افغانستان بانک په هڅو د افغانستان مالي او بانکي انستیتوت چې د افغانستان د اسلامي امارت تر فتحې وړاندې یې فعالیتونه درېدلي وو، بېرته فعال شو.
د پروګرام په بله برخه کې د افغانستان بانک د پولي سیاست لوی آمر ښاغلي احمد جواد سداد، د بانکي او مالي خدمتونو د څارنې لوی آمریت مرستیال ښاغلي احسان الله منصور او د غیر بانکي مالي مؤسسو د څارنې لوی آمریت مرستیال ښاغلي شاه پور میاخیل په خپل وار د اړوندو آمریتونو د کړنو او لاسته راوړنو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل.
د یادونې وړ ده چې د پروګرام په وروستۍ برخه کې د هېواد د رسنیو د استازو لخوا د پوښتنو لړۍ پیل شوه چې د افغانستان بانک د اړوندو آمریتونو مسئولینو ورته په تفصیل سره ځوابونه وویل.