د افغانستان بانک لومړي مرستیال د افغانستان د تمویلاتو د تضمین بنسټ له مسئولینو سره وکتل

Mpoya
Sun, Jul 19 2026 4:59 PM
د افغانستان بانک لومړي مرستیال د افغانستان د تمویلاتو د تضمین بنسټ له مسئولینو سره وکتل

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په مشرۍ د افغانستان د تمویلاتو د تضمین بنسټ (ای سي جي ایف)  له مرستیال ښاغلي ډرک جوزف ټیسن او مل پلاوي سره وکتل. د دې غونډه موخه په افغانستان کې د وړو مالي تمویلاتو د تضمین، په برخه کې د لا زیاتو آسانتیاوو، بلاعوضه مرستو، او له تمویلاتي مؤسساتو سره د تخنیکی همکاریو رامنځته کول وو.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال وویل چې د افغانستان بانک ژمن دی چې د هېواد د مالي او بانکي سکټور د ودې او پیاوړتیا لپاره مناسب، روڼ او معیاري کاري چاپېریال رامنځته کړي، ترڅو له دې لارې هېوادوالو ته د وړو، کوچنیو او منځنیو مالي تمویلاتو د آسانه لاسرسي د برابرولو په برخه کې اغېزناک اقدامات ترسره کړي. نوموړي د اې سي جي ایف له استازو څخه وغوښتل چې د هېواد ټولو سیمو او اړوندو ادارو ته پرته له توپیره د تمویلاتو یو شان خدمتونه وړاندې کړي.

ورپسې د افغانستان د تمویلاتو د تضمین بنسټ (ای سي جي ایف) مرستیال د خپلې ادارې د فعالیتونو، لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د افغانستان بانک له مشرتابه څخه یې وغوښتل، څو د کوچنیو، وړو او منځنیو سوداګریزو بنسټونو د تمویل د پراختیا، له اړوندو مالي او بانکي مؤسساتو سره د تخنیکي همکاریو د پیاوړتیا، د ګډو پروګرامونو د پلي کېدو او د دواړو لورو ترمنځ د همکاریو د لا پراختیا په موخه لازمې اسانتیاوې برابرې او اړین دوه اړخیز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شي.

د افغانستان د تمویلاتو د تضمین بنسټ (ای سي جي ایف) یوه نړیواله پراختیایي اداره ده چې د افغانستان د کوچنیو، وړو او منځنیو سوداګریزو بنسټونو د تمویل د پراختیا لپاره د بانکونو او مالي مؤسسو تمویلاتو د تضمین، تخنیکي مرستو او ظرفیت لوړونې پروګرامونه پلي کوي او د مالي شمولیت او خصوصي سکټور د ودې په برخه کې فعالیت لري.

د غونډې په پای کې دواړو لورو د مالي شمولیت د پراختیا، د خصوصي سکټور د ملاتړ او د هېواد د مالي او بانکي سکټور د لا پیاوړتیا په موخه د دوامدارې همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.

Latest news

Wed, Sep 30 2026 5:14 PM
Background image

DAB Holds Supreme Council Meeting

September 30, 2026 - The Supreme Council of Da Afghanistan Bank (DAB) held a meeting chaired by Sediqullah Khalid, First Deputy Governor of DAB, who also serves as Deputy Chair of the. . .

Sun, Sep 27 2026 3:01 PM
Background image

DAB, ACGF Sign MoU on Cooperation

September 27, 2026- Da Afghanistan Bank (DAB) and Afghan Credit Guarantee Foundation (ACGF) signed a Memorandum of Understanding (MoU) on cooperation at a meeting held at the DAB’s. . .

Sun, Jul 26 2026 4:57 PM
Background image

DAB First Deputy Governor Meets Deputy Governor of Uzbekistan’s Central Bank

The First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank, Sediqullah Khalid, met with the Deputy Governor of the Central Bank of Uzbekistan, Abrar Mirza Alimove, at his office to discuss. . .

BACK TO NEWS