د شمال زون د آمریت لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

بلخ، د ۱۳۹۸ کال د مرغومي ۱۰ مه – د افغانستان بانک د شمال زون د عمومي آمریت د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په هغه مراسمو کې چې په همدې مناسبت جوړ شوي وو، د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي د افغانستان بانک د پرمختیایي پروژو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د افغانستان بانک هڅه کوي چې پر خپلو بانکي خدمتونو سربېره د هېوادوالو او د دې بانک د کارکوونکو لپاره په بېلابېلو برخو کې لا زیاتې آسانتیاوې رامنځته کړي.
د نوموړي په خبره دا ودانۍ په څلورو پوړونو کې په اساسي ډول جوړېږي چې د ننني عصر له ټولو آسانتیاوې به برخمنې وي.
باید وویل شي چې د افغانستان بانک د شمال زون د آمریت د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره د افغانستان بانک د دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي له لوري چې د بلخ ولایت مرستیال، د دې ولایت د ولایتي شورا رئیس، د حج او اوقافو ریاست رئیس، د افغانستان بانک د شمال زون آمر او د یو شمېر نورو ادارو استازو یې ملتیا کوله کېښودل شوه.
ورپسې د افغانستان بانک دویم مرستیال د بلخ له والي ښاغلي محمد اسحق رهګذر سره ولیدل او په دې ولایت کې یې د افغانستان بانک د شمال زون آمریت لپاره د نوې جوړېدونکې ودانۍ په اړه معلومات له نوموړي سره شریک کړل.
د بلخ والي له د افغانستان بانک سره د دې ودانۍ د جوړېدو په برخه کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او مننه یې وکړه چې یاد بانک په بلخ ولایت کې د اساسي ودانیو د جوړولو په برخه کې کار کوي او د دې ولایت اوسېدونکو ته آسانتیاوې رامنځته کوي.