ورزش او لوبغاړو ته درناوی لرو

Mpoya
Mon, Jan 06 2020 1:48 PM
ورزش او لوبغاړو ته درناوی لرو

کابل، ۱۳۹۸ مرغومې ۱۵ مه ـ د افغانستان بانک د هېواد د ازادو رزمي هنرونو د سیالیو (فري فایټ) دوه تنه وتلي لوبغاړي چې په دې وروستیو کې د رزمي هنرونو د ازادې مبارزې په سیالو کې ښه ځلیدلي ؤ، تقدیر او وستایل.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د افغانستان بانک د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحد الله نوشېر حسین بخش صفري او سمیع الله فیضي ته د دې بریا مبارکي وویله او هغوي یې د هېواد ویاړونه او اتلان وبالل.

ورپسې د رزمي هنرونو د ازادو مبارزو لوبغاړو هر یو ښاغلي حسین بخش صفري او ښاغلي سمیع الله فیضي خبرې وکړې او د افغانستان بانک له مشر تابه پلاوي څخه یې د لوبغاړو د هڅونې لپاره مننه وکړله.

دوي په خپلو پیغامونو کې له خلکو و غوښتل څو د افغانۍ د دودیدو په بهیر کې فعاله ونډه واخلي او په خپلو راکړو او ورکړو کې افغانۍ وکاروي.

باید وویل شي چې د افغانستان بانک د دې لوبغاړو د خدمتونو، ویاړونو او ورزشي لاسته راوړنو په پام کې نیولو سره دواړو لوبغاړي ته مننلیکونه او په افغانۍ ښکلي شوي تندیسونه هم ورکړل.  

Latest news

Wed, Jul 09 2025 12:44 PM
Background image

IFSB 23rd Annual Meeting in Rabat, Morocco

The Acting Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, along with his accompanying delegation, participated in the 23rd annual meeting of the Islamic Financial Services Board. . .

Sun, Jun 29 2025 5:38 PM
Background image

DAB Governor Departs for Morocco to Attend IFSB Annual Session

June 29, 2025– The Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, and his accompanying delegation have left the country to attend the annual session of the Islamic Financial Services. . .

Sat, Jun 28 2025 3:47 PM
Background image

First Deputy Governor Holds Meeting with AACC President

June 28, 2025 – Sediqullah Khalid, the First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank, met with Jeffrey Grieco, the president of the Afghan-American Chamber of Commerce (AACC), in his. . .

BACK TO NEWS