ولسي جرګې د افغانستان بانک له کړنوڅخه ستاینه وکړه 

Mpoya
Thu, Jan 16 2020 2:30 PM
ولسي جرګې د افغانستان بانک له کړنوڅخه ستاینه وکړه 

د ۱۳۹۸ کال د مرغومې په ۲۵ مه-  د ولسي جرګې یو شمیر غړو د افغانستان بانک له مثبتو چارو چې د بیو ثبات، مالي ثبات، په افغانستان کې د اغیزمن  پولي سیاستونو، اسعاري سیاستونو له پلي کولو، د اسعاري ذخایرو د زیرمې له ښې ادارې او د افغانۍ د کارونې  له چارو څخه په مننې او قدردانئ سره ستاینه وکړه او ښاغلی واحدالله نوشیر یې په ستاین لیک ونازوه.

د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلی واحدالله نوشیر د افغانستان بانک د مشریز پلاوي او کارکوونکو په استازیتوب د ولسي جرګې د غړو له ستاینې څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان بانک له کړنو څخه ستاینه، د افغانستان بانک د کارکوونکو او مشریز پلاوي د هڅو او کوښښونو ښودنه کوي چې د کارکوونکو ژمنتیا نوره هم قوي کوي، څو د کړنو د اغیزمنتیا لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.

نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان بانک د کارکوونکو په استازیتوب د ولسي جرګې د غړو له اعتماد او باور څخه منندوی دی.

Latest news

Wed, Jul 09 2025 12:44 PM
Background image

IFSB 23rd Annual Meeting in Rabat, Morocco

The Acting Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, along with his accompanying delegation, participated in the 23rd annual meeting of the Islamic Financial Services Board. . .

Sun, Jun 29 2025 5:38 PM
Background image

DAB Governor Departs for Morocco to Attend IFSB Annual Session

June 29, 2025– The Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, and his accompanying delegation have left the country to attend the annual session of the Islamic Financial Services. . .

Sat, Jun 28 2025 3:47 PM
Background image

First Deputy Governor Holds Meeting with AACC President

June 28, 2025 – Sediqullah Khalid, the First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank, met with Jeffrey Grieco, the president of the Afghan-American Chamber of Commerce (AACC), in his. . .

BACK TO NEWS