د افغان ملي بانک د پالیسیو کتنه وشوه

د افغان ملي بانک د پالیسیو د کتنې په اړه د افغانستان بانک د شرعي بورډ او اسلامي بانکوالۍ او مالي خدمتونو د عمومي آمریت ګډه غونډه جوړه شوه.
په یاده غونډه کې د افغان ملي بانک د پالیسیو په اړه هر اړخیز بحثونه تر سره شول او په دې اړه لازمې پرېکړې شپارښتنې وشوې.
باید وویل شي چې په دې غونډه کې د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا او یو شمېر نورو برخو کې د خلکو لپاره د آسانیتاوو په رامنځته کولو هم بحث او د نظرونو تبادله تر سره شوه.
د یادونې وړ ده چې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د افغانستان بانک د شرعي بورډ پر رئیس ښاغلي فضل الرحیم بصیرت سربېره د دې بورد غړو او استازو، د افغانستان بانک د اسلامي بانکوالۍ او مالي خدمتونو عمومي آمر ښاغلي دوکتور یوسف سلیم او د دې آمریت یو شمېر کارکوونکو هم ګډون کړی وو.