د ژنیوا په کنفرانس کې د افغانستان بانک د لوی ریاست د سرپرست وینا!

Mpoya
Wed, Nov 25 2020 11:15 AM
د ژنیوا په کنفرانس کې د افغانستان بانک د لوی ریاست د سرپرست وینا!

د افغانستان په اړه د ۲۰۲۰ زیږدیز کال پراختیايي کنفرانس د نوامبر په ۲۳-۲۴ نېټه د سویس په ژنیوا کې جوړ شوی. دا کنفرانس د ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۴ کلونو لپاره ګډو پراختیايي موخو ته د افغانستان حکومت او نړیوالې ټولنې د ژمنتیا، د پراختيايي مرستو لپاره د همغږۍ او د افغانستان حکومت لپاره له مالي ملاتړ څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه جوړ شوی، په ګډه توګه د افغانستان د دولت، د فنلنډ د دولت او ملګرو ملتونو د سازمان لخوا پر مخ وړل کیږي.

د افغانستان بانک د لوی ریاست سرپرست ښاغلی اجمل احمدي د نوامبر په ۲۳ نېټه د دې غونډې په لومړۍ ورځ د ویډیو کنفرانس له لارې له نړیوالو منل شویو معیارونو سره برابر د یو پیاوړي مالي سکتور د جوړولو چې وکولای شي د هېواد د تولیدي، خدماتي او پانګونې په برخو کې د نن ورځې اړتیاوې پوره کړای شي په اړه خپله ژمنه ګډونوالو ته څرګنده کړه.

ښاغلي اجمل احمدي د خپلو خبرو په بله برخه کې زیاته کړه چې د افغانستان بانک ژمن دی چې د مطلوبه مقرراتي او څارنیزو معیارونو او مناسبو ستراتیژیو په پام کې نیولو سره د هېواد د مالي او بانکي نظام سلامتیا او ټیکاو وساتي او د مالي خدمتونو د پراختیا لپاره هڅه وکړي.

د افغانستان بانک د لوی ریاست سرپرست په اوسنیو شرایطو کې د هېواد د اداینو دیجیټل کول له فساد سره د مبارزې او په اقتصادي معاملو کې د روڼتیا لپاره مناسبه ټاکڼه وګڼله او ژمنه یې وکړه څو له دې لارې سوداګرو او پانګوالو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د یادونې وړ ده چې په دې کنفرانس کې د نړیوالو سازمانونو ترڅنګ د وزیرانو په کچه د شاوخوا ۷۰ هېوادونو استازي راټول شوي ؤ چې ډېری شمېر ګډونوالو په دې کنفرانس کې له افغانستان سره خپلې مالي مرستې اعلان کړې.

Latest news

Wed, Jul 09 2025 12:44 PM
Background image

IFSB 23rd Annual Meeting in Rabat, Morocco

The Acting Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, along with his accompanying delegation, participated in the 23rd annual meeting of the Islamic Financial Services Board. . .

Sun, Jun 29 2025 5:38 PM
Background image

DAB Governor Departs for Morocco to Attend IFSB Annual Session

June 29, 2025– The Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, and his accompanying delegation have left the country to attend the annual session of the Islamic Financial Services. . .

Sat, Jun 28 2025 3:47 PM
Background image

First Deputy Governor Holds Meeting with AACC President

June 28, 2025 – Sediqullah Khalid, the First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank, met with Jeffrey Grieco, the president of the Afghan-American Chamber of Commerce (AACC), in his. . .

BACK TO NEWS