د افغانستان بانک د سرپرست پر مشرۍ د عزیزي بانک له رهبري پلاوي سره لیدنه

Mpoya
Wed, Feb 02 2022 1:58 PM
د افغانستان بانک د سرپرست پر مشرۍ د عزیزي بانک له رهبري پلاوي سره لیدنه

۱۴۰۰ د سلواغې ۱۳ مه – د افغانستان بانک د سرپرست ښاغلي عبدالقاهر ( حاجي ادريس) په مشرۍ د دې بانک مشرتابه پلاوي د عزيزي بانک له رهبرۍ سره ولیدل.

په دې لیدنه کې د عزیزي بانک پر فعالیتونو خلکو ته د دې بانک د خدمتونو پر وړاندې کولو کې د آسانتیاو په رامنځته کولو هر اړخیزې خبرې وشوې.

د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي حاجي ادريس د هېواد په اقتصادي رغونه کې د بانکي نظام شتون د ډېر ارزښت وړ یاد کړ او د دې بانک له مشرتابه یې وغوښتل چې د خلکو لپاره د بانکي خدمتونو په وړاندې کولو کې اړینې آسانتیاوې رامنځته کړي.

د عزیزي بانک مشرتابه هم ژمنه وکړه چې د هېواد په ټولو برخو کې به د خلکو لپاره غوره بانکي خدمتونه وړاندې کوي او په دې برخه کې به اړینې آسانتیاوې رامنځته کړي.

باید وویل شي چې د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي او پر سوداګریزو بانکونو د څارونکي بانک په توګه تل هڅه کړې ده چې د درنو هېوادوالو لپاره غوره بانکي آسانتیاوې برابرې کړي.

Latest news

Thu, Nov 20 2025 12:03 PM
Background image

First Deputy Governor Meets with Turkey’s TKBB Secretary General

The First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank (DAB), Sediqullah Khalid, during his visit to Turkey, met with Ismail Vural, the Secretary General of the Participation Banks. . .

Wed, Jul 23 2025 4:50 PM
Background image

DAB Reports on Major Achievements, Performances Over Past Year

July 23, 2025 Officials from Da Afghanistan Bank (DAB) presented the institution’s key achievements over the past year during the Government Accountability to the Nation program at. . .

Wed, Jul 09 2025 12:44 PM
Background image

IFSB 23rd Annual Meeting in Rabat, Morocco

The Acting Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, along with his accompanying delegation, participated in the 23rd annual meeting of the Islamic Financial Services Board. . .

BACK TO NEWS