ښاغلي نور احمد آغا د افغانستان بانک د سرپرست رئیس په توګه دنده پیل کړه

Mpoya
Thu, Jul 11 2024 12:55 PM
ښاغلي نور احمد آغا د افغانستان بانک د سرپرست رئیس په توګه دنده پیل کړه

۱۴۴۶ محرم الحرام ۵ مه – د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد آغا چې د عالیقدر امیر المومنین حفظه‌الله تعالی د ۱۴۴۵/ ۱۲/ ۲۹ نېټې د ۷۵۹ ګڼې حکم په اساس د افغانستان بانک د سرپرست رئیس په توګه ټاکل شوی ؤ، نن یې خپله دنده پیل کړه.

په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد آغا د عالیقدر امیر المومنین حفظه‌الله تعالی له باور مننه وکړه چې نوموړي ته یې د افغانستان بانک د چارو لوی مسئولیت وسپارلو.

ښاغلي نور احمد اغا د افغانستان بانک له مخکیني سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري سره د کار کول په نیکۍ یاد کړل او هغه ته یې په نوې دنده کې هم د بریالیتوب غوښتنه وکړه.

د افغانستان بانک سرپرست رئیس، د افغانستان بانک د کارکوونکو له همکارۍ مننه وکړه او پر دوام یې ټینګار وکړ، نوموړي زیاته کړه د افغانۍ ثبات، له نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره د اړیکو ساتنه، د اسلامي بانکوالۍ پراختیا، د بانکي څارنې لا ډېرول، د غیر بانکي مالي مؤسساتو د فعالیتونو میکانیزه کول، د نغده بازار کمول او د بريښنايي اداینو پراختیا، د سیستمونو وصل او د کوچنیو پورونو د ورکړې په برخه کې اړینې آسانتیاوې رامنځته کول هغه موخې دي چې د خپل ماموریت په ترڅ کې به ورته ډېره پاملرنه کوم.

د یادونې وړه ده چې ښاغلي نور احمد آغا له دې وړاندې د افغانستان بانک د لومړي مرستیال په توګه دنده تر سره کوله، په یاده موده کې د افغانستان بانک د پولي سیاستونو د غوره تطبیق، بانکي سکتور د ښه مدیریت، اسلامي بانکوالۍ د پراختیا، غیربانکي مالي سکتور د فعالیتونو د میکانیزه کولو، اداینو د سیستمونو، معلوماتي تکنالوژۍ، بشري سرچینو، مالي خدمتونو د پراختیا او زیات شمېر نورو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري چې په ذکر شویو لاسته راوړنو کې ښاغلي نور احمد آغا لویه ونډه درلوده.

Latest news

Wed, Jul 23 2025 4:50 PM
Background image

DAB Reports on Major Achievements, Performances Over Past Year

July 23, 2025 Officials from Da Afghanistan Bank (DAB) presented the institution’s key achievements over the past year during the Government Accountability to the Nation program at. . .

Wed, Jul 09 2025 12:44 PM
Background image

IFSB 23rd Annual Meeting in Rabat, Morocco

The Acting Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, along with his accompanying delegation, participated in the 23rd annual meeting of the Islamic Financial Services Board. . .

Sun, Jun 29 2025 5:38 PM
Background image

DAB Governor Departs for Morocco to Attend IFSB Annual Session

June 29, 2025– The Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, and his accompanying delegation have left the country to attend the annual session of the Islamic Financial Services. . .

BACK TO NEWS