د پیسو د نړیوال صندوق له پلاوي سره د افغانستان پلاوي غونډه ترسره کړه

Anonymous (not verified)
Sun, Jul 21 2019 4:10 PM
د پیسو د نړیوال صندوق له پلاوي سره د افغانستان پلاوي غونډه ترسره کړه

د پیسو له نړیوال صندوق سره د افغانستان بانک او مالیې وزارت نوبتي غونډه د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ د میاشتې تر ۱۹- ۲۴ نیټې پورې د ګرجستان په هېواد کې ترسره شوه.

دا غونډه د یادو ادارو د جوړښتونو د اصلاحاتو، د لوی اقتصاد د ثبات، د پولي انفلاسیون د اداینو بیلانس، پولي سیاست، د مالي نظام د وضعیت او د ټاکل شویو مقداري هدفونو د پلي کیدو د څرنګوالي په برخوکې د دې ادارو  د کړنو د ارزونې په موخه د کریدت د اسانتیا د تمدید تر پروګرام لاندی جوړه شوه.

د افغانستان بانک ګدون کوونکي پلاوي د افغانستان بانک د لومړي مرستیال او سرپرست واحد الله نوشیر په مشرۍ د یادو موضوعاتو په اړه د پیسو د نړیوال صندوق له پلاوي سره بحث او نظرونه تبادله کړه. د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د پولي سیاست د لوی آمریت آمر ښاغلي نایب خان جمال او د مالي چارو د څارنې د لوی آمریت آمر ښاغلي محمد سلیم سلاح هم ګډون کړی ؤ.

د یادو موضوعاتو په اړه د هر اړخیزو خبرو اترو وروسته، د پیسو نړیوال صندوق پلاوي د افغانستان بانک اقدامات وستایل او د ټاکل شوي مقداری هدفونو په تطبیق کي یې د هغوي اجراات بریالی وارزول.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د مالیې وزارت پلاوي هم د مالي مرستیال ښاغلي زاهد همدرد او د ګمرکونو د مرستیال ښاغلي عبدالله رقیبی په مشرۍ ګدون کړی ؤ او په دې غونډه کې د پیسو د نړیوال صندوق د پلاوي مشري ښاغلی دینوالدکرستوف په غاړه درلوده.

Latest news

Wed, Jul 09 2025 12:44 PM
Background image

IFSB 23rd Annual Meeting in Rabat, Morocco

The Acting Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, along with his accompanying delegation, participated in the 23rd annual meeting of the Islamic Financial Services Board. . .

Sun, Jun 29 2025 5:38 PM
Background image

DAB Governor Departs for Morocco to Attend IFSB Annual Session

June 29, 2025– The Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, and his accompanying delegation have left the country to attend the annual session of the Islamic Financial Services. . .

Sat, Jun 28 2025 3:47 PM
Background image

First Deputy Governor Holds Meeting with AACC President

June 28, 2025 – Sediqullah Khalid, the First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank, met with Jeffrey Grieco, the president of the Afghan-American Chamber of Commerce (AACC), in his. . .

BACK TO NEWS