هیواد ته د نغدو بشري مرستو په لړ کې بله کڅوړه هم را ورسېده

۱۴۴۳ ذوالقعده ۱ - افغانستان ته د مرسته کوونکو هیوادونو د بشرپاله مرستو په لړ کې نن بله د ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو نغده کڅوړه را ورسېده او یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.
د افغانستان بانک د نړيوالې ټولنې له مرستو د مننې او قدردانۍ تر څنګ له دوی څخه غواړي چې له افغانستان سره په نورو برخو کې هم تعامل او همکاري ولري او له دې لارې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.
د افغانستان بانک مشرتابه پر دې باور دی چې د نړیوالې ټولنې لخوا د بانکي سکتور له لارې د مرستو تر سره کول کولای شي د مرستو د وېش په برخه کې روڼتیا رامنځته کړي او خلکو ته دا مرستې په خورا آسانه او ښه ډول ورسېږي.