د افغانستان بانک د شرعي نظارتي بورډ غونډه جوړه شوه

Mpoya
Sat, Sep 03 2022 2:57 PM
د افغانستان بانک د شرعي نظارتي بورډ غونډه جوړه شوه

۱۴۴۴ صفر المظفر ۶ مه – د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلی عبدالقاهر (حاجي ادریس) د افغانستان بانک د شرعي نظارتي بورډ د غونډې افتتاح وکړه او د اسلامي بانکوالۍ پر بېلابېلو موضوعګانو پکې بحث وشو.

د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلی عبدالقاهر ( حاجي ادریس) په خپله پیلیزه وینا کې یادونه وکړه چې د افغانستان بانک په هیواد کې د اسلامي بانکوالۍ د ودې او پراختیا لپاره ژمن دی او په دې اړوند به له شرعي نظارتي بورډ سره له هېڅ ډول هلو ځلو درېغ ونکړي.

نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان په مالي او بانکي نظام کې شرعي بورډ او دیني علماء ځانګړئ ځای لري او دا مهال په ټولو دولتي او غیر دولتي بانکونو کې دا بورډونه شتون لري چې له شرعي اړخه د اړوندو مقرراتو، لارښوونو، طرزالعملونو او کړنو کتنه او څارنه تر سره کوي.

باید وویل شي چې دا مهال په هیواد کې اسلامي بانکوالي د ودې په حال کې ده او دا بانکوالي د پخوا په پرتله د ودې او پراختیا پر خوا روانه ده.

Latest news

Wed, Jul 23 2025 4:50 PM
Background image

DAB Reports on Major Achievements, Performances Over Past Year

July 23, 2025 Officials from Da Afghanistan Bank (DAB) presented the institution’s key achievements over the past year during the Government Accountability to the Nation program at. . .

Wed, Jul 09 2025 12:44 PM
Background image

IFSB 23rd Annual Meeting in Rabat, Morocco

The Acting Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, along with his accompanying delegation, participated in the 23rd annual meeting of the Islamic Financial Services Board. . .

Sun, Jun 29 2025 5:38 PM
Background image

DAB Governor Departs for Morocco to Attend IFSB Annual Session

June 29, 2025– The Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, and his accompanying delegation have left the country to attend the annual session of the Islamic Financial Services. . .

BACK TO NEWS