د افغانستان بانک خبرتیا

Mpoya
Sat, Oct 28 2023 3:36 PM
اطلاعیه

د مخکنۍ پرېکړې او خبرتیا پر بنسټ د افغانستان بانک ستاسې د راکړو ورکړو په برخه کې د آسانتیا رامنځته کولو په موخه د پنځه سوه ګون (۵۰۰)  او زرګون   (۱۰۰۰) افغانیو  مندرس بانکنوټونه راټولوي او په بدل کې یې بازار ته د ورته انواعیو درلودونکي نوي بانکنوټونه وړاندې کوي. دا پروسه عملاً په ټول هېواد کې پيل شوې ده، او  د نورو انواعیو د مندرسو بانکنوټونو د را ټولونې او نویو انواعیو د تزریق پروسه لا هم دوام لري.

د مندرسو بانکنوټونو مشخصات:

۱-هغه بانکنوټونه چې ظاهري شکل یې په بشپړه توګه بدل شوی وي.

۲-هغه بانکنوټونه چې یوه برخه یې څیرې شوې وي خو د واټرمارک او دواړو لاسلیکونو په شمول یې ۶۰ سلنه موجوده وي.

۳- هغه افغاني بانکنوټونه چې پر زیاته برخه یې رنګ پرېوتی وي یا ډېر لیکل پرې شوي وي یا یې د غیرمترقبه حوادثو په پایله کې زیاته برخه له منځه تللي وي او یا یې ظاهري بڼې تغیر کړی وي خو اصلیت یې د پېژندنې وړ وي. 

۴- هغه بانکنوټونه چې د ډېرې کارونې له امله په بشپړه توګه زاړه (مړاوي) شوي وي، په ګڼو برخو یې اشکاسټیپ لګول شوی وي او د نوټ شمېرنې ماشینونو کې د شمیرلو وړ نه وي.

د بدلولو څرنګوالی:

د دې لپاره چې دا پروسه په پوره روڼتیا سره تر سره شي ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې د افغانستان بانک یا د سوداګریزو بانکونو نمایندګیو ته مراجعه وکړي او تر ( ۱۰،۰۰۰ ) لس زره افغانیو پورې خپل مندرس د لسګون او شلګون بانکنوټونه او تر ( ۴۰،۰۰۰ ) افغانیو پورې د پنځوسي او سلګون مندرس بانکنوټونه او تر سل زره ( ۱۰۰،۰۰۰ ) افغانیو د پنځه سوه ګون او زرګون مندرس بانکنوټونه پرته له کوم فیس څخه په ورته انواعیه نویو بانکنوټونو بدل کړي. 

شرکتونه او افراد کولای شي چې له ذکر شوې کچې څخه ډېر مندرس بانکنوټونه په خپل بانکي حساب کې زیات او یا يې د خپلو تادیاتي وجایبو او اداینو په برخه کې وکاروي.

په دې سربېره بانکونه اړ دي چې د افغانۍ د نویو بانکنوټونو د توزیع او ترویج په موخه په سوداګریزو بانکونو کې هر حساب لرونکي په ځانګړې توګه د معاشاتو حساب لرونکو ته خپلو امکاناتو ته په پام سره تر ( ۱۰،۰۰۰ ) افغانیو د (۵۰،۲۰،۱۰   او ۱۰۰) انواعیو افغانیو نوي بانکنوټونه ورکړي.

هغه بانکونه چې د مؤسساتو د معاشونو او بشري مرستو په برخه کې رول لري، خپلو امکاناتو ته په کتلو سره کولای شي چې تر ( ۵۰۰۰ )  افغانۍ کوچنۍ انواعیې له لویو انواعیو سره توزیع کړي.

یادونه:

يو شمېر هېوادوال په قصدي توګه د چلښت وړ هغه بانکنوټونه چې له ځانه سره یې لري د نويو بانکنوټونو د ترلاسه کولو لپاره څیروي او د مندرسو بانکنوټونو په شرایطو یې برابروي، له ملي پیسو سره د دوی دا ډول چلند  د قانون خلاف عمل دی. نو له درنو هېوادوالو څخه غوښتل کېږي چې له دې عمل څخه لاس واخلي، بانکونه اړ دي چې مندرس بانکنوټونه له بدلولو څخه مخکې تشخیص کړي او که پدې اړه کوم شواهد تر لاسه کوي ژر تر ژره دې له کشفي او امنیتي ادارو سره موضوع شریکه کړي.

له ستونزو سره د مخ کېدلو په صورت کې:

د افغانستان بانک د دې خبرتیا سره سم د افغاني بانکنوټونو د بدلولو پر مهال د هېوادوالو د ستونزو حل کولو په موخه په مرکز او ولایتونو کې لاندې ذکر شوې شمېرې له تاسې سره شریکوي ترڅو یادو شمېرو سره د اړیکو نیولو له لارې ستاسې ستونزو او شکایتونو ته پروخت رسیدنه وشي.

۱- په مرکزي زون کې د کابل، کاپیسا، لوګر، پنجشیر، پروان، بامیان او میدان وردګ ولایتونه              ( ۰۷۰۲۸۳۴۴۹۲)

۲- په شمالي زون کې د بلخ، میمنې، شبرغان، سرپل او سمنګانو ولایتونه                            ( ۰۷۸۲۳۳۳۳۴۵  / ۰۷۹۸۴۰۶۳۰۰)

۳- په شمال ختیځ زون کې د کندز، بغلان، بدخشان او تخار ولایتونه                                   (  ۰۷۶۶۸۸۳۲۳۲ /  ۰۷۶۶۴۱۶۹۵۶)

۴- په ختیځ زون کې د ننګرهار، لغمان، کنړ او نورستان ولایتونه                                      (  ۰۷۳۱۲۸۲۳۱۶    /   ۰۷۷۲۹۱۶۱۲۰)

۵- په سویل ختیځ زون کې د پکتیا، خوست، غزني او پکتیکا ولایتونه                                 ( ۰۷۶۶۴۶۳۰۵۰     /  ۰۷۳۰۲۷۰۲۷۰)

۶- په سویل لویدیځ زون کې د کندهار، ارزگان، هلمند، زابل او دایکندي ولایتونه                  ( ۰۷۶۶۴۳۶۰۶۰    /   ۰۷۰۰۸۴۸۲۸۲)

۷- په لویدیځ زون کې د هرات، نیمروز، فراه، بادغیس او غور ولایتونه                             (  ۰۷۹۹۸۲۷۹۷۹   /    ۰۷۹۹۸۸۴۲۰۴)

Latest news

Wed, Jul 23 2025 4:50 PM
Background image

DAB Reports on Major Achievements, Performances Over Past Year

July 23, 2025 Officials from Da Afghanistan Bank (DAB) presented the institution’s key achievements over the past year during the Government Accountability to the Nation program at. . .

Wed, Jul 09 2025 12:44 PM
Background image

IFSB 23rd Annual Meeting in Rabat, Morocco

The Acting Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, along with his accompanying delegation, participated in the 23rd annual meeting of the Islamic Financial Services Board. . .

Sun, Jun 29 2025 5:38 PM
Background image

DAB Governor Departs for Morocco to Attend IFSB Annual Session

June 29, 2025– The Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, and his accompanying delegation have left the country to attend the annual session of the Islamic Financial Services. . .

BACK TO NEWS