د افغانستان بانک د مرکز او جنوب ختیځ زون څخه راټول شوي بانکنوټونه وسوځول

Mpoya
Thu, Dec 21 2023 10:49 AM
د افغانستان بانک د مرکز او جنوب ختیځ زون څخه راټول شوي بانکنوټونه وسوځول

۱۴۴۵ د جمادی الثاني ۶ - د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په پار د افغانستان بانک د قانون د ۳۹ او ۴۲ مادو او اړوندې کړنلارې سره سم  د ۱،۲۱۸،۴۳۶،۰۰۰ (یو میلیارد دوه سوه اتلس میلیونه څلور سوه شپږ دیرش زره) افغانیو په ارزښت د افغانۍ زاړه بانکنوټونه وسوځول. دا بانکنوټونه د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري په مشرۍ د ګمارل شوي پلاوي تر څارنې لاندې له کره شمېرنې او کنټرول څخه وروسته وسوځول شول. په دې بانکنوټونو کې د (۱، ۲، ۵، ۲۰،۱۰، ۵۰، ۱۰۰، ۵۰۰، ۱۰۰۰) افغانۍ انواعیې شاملې وې چې له مرکز او جنوب ختیځ (ګردیز) زونونو څخه راټول شوي وو.

د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري وویل چې افغانۍ زموږ ملي هویت دی او له هېوادوالو څخه یې وغوښتل چې افغاني بانکنوټونه په غوره توګه وساتي او د ژر خرابېدو څخه یې مخنیوی وکړي. همداراز، هغه زیاته کړه چې د افغانیو د ژر زړیدو لاملونه د بانکي کارتونو نه کارول او د ځینو هېوادوالو لخوا په غوړو او ککړو لاسونو د پيسو شمېرل دي.

باید وویل شي چې په دې پروسه کې د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي ملا محمد آخوند او د افغانستان بانک د بانکي عملیاتو لوی آمر ښاغلي عبدالواحد جبارخیل هم ګډون درلود.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه وخت په وخت د افغانۍ زاړه بانکنوټونه له بازار څخه راټولوي او په بدل کې یې هېوادوالو ته نوي بانکنوټه وېشي او د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې مندرس بانکنوټونه سوځوي.

Latest news

Thu, Nov 20 2025 12:03 PM
Background image

First Deputy Governor Meets with Turkey’s TKBB Secretary General

The First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank (DAB), Sediqullah Khalid, during his visit to Turkey, met with Ismail Vural, the Secretary General of the Participation Banks. . .

Wed, Jul 23 2025 4:50 PM
Background image

DAB Reports on Major Achievements, Performances Over Past Year

July 23, 2025 Officials from Da Afghanistan Bank (DAB) presented the institution’s key achievements over the past year during the Government Accountability to the Nation program at. . .

Wed, Jul 09 2025 12:44 PM
Background image

IFSB 23rd Annual Meeting in Rabat, Morocco

The Acting Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, along with his accompanying delegation, participated in the 23rd annual meeting of the Islamic Financial Services Board. . .

BACK TO NEWS