د افغانستان بانک د ۱۴۰۲ کال د شپږو میاشتو مهمې لاسته راوړنې د یو رسنیز کنفرانس له لارې له خلکو سره شریکې کړې

Mpoya
Wed, Dec 27 2023 3:46 PM
د افغانستان بانک د ۱۴۰۲ کال د شپږو میاشتو مهمې لاسته راوړنې د یو رسنیز کنفرانس له لارې له خلکو سره شریکې کړې

۱۴۴۵ د جمادي الثاني ۱۳– د افغانستان بانک د ۱۴۰۲ کال د لومړیو شپږو میاشتو مهمو لاسته راوړنو په تړاو د افغانستان بانک د کنفرانسونو په تالار کې رسنیز کنفرانس جوړ کړ. دا لاسته راوړنې د یو لنډ مقایسوي راپور په بڼه وړاندې شوې چې په ټولو شاخصونو کې یې د ښه والي ښکارندویي کوله. په دې راپور کې د ۱۴۰۰ او ۱۴۰۱ او ۱۴۰۲ کلونو د لومړیو شپږو میاشتو آمار او ارقام وړاندې شوي وو.

د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري غونډې ته د وینا پر مهال د رسنیو له حضور او په تېرو دوو کلونو کې خلکو ته د معلوماتو رسولو په برخه کې د دوی له همکاریو څخه مننه وکړه او ویې ویل چې د خوښۍ ځای دی چې په ننني راپور کې د پولي سیاستونو د اغیزناک تطبیق او د بانکوالۍ سکتور په هکله آمار او ارقام په تدریجي ډول ښه والی په نښه کوي او د دې کنفرانس له لارې له رسنیو او د رسنیو له لارې د هیواد شریف ولس سره شریکیږي.

ښاغلي بدري زیاته کړه چې د اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ساتل، انفلاسیون مطلوبې کچې ته راټیټول، د بانکي سکتور په کړنو کې ښه والی، د اسلامی بانکوالۍ دودول، د اداینو او معلوماتي ټکنالوژۍ د سیستمونو پراختیا، او د افغاني بانکنوټونو چاپول، بازار ته يې وړاندې کول او په بدل کې یې له بازار څخه د افغانیو زاړه بانکنوټونه راټولول د افغانستان بانک مهمې لاسته راوړنې دي.

 د دې رسنیز کفرانس په بله برخه کې د پولي سیاست لوی آمر ښاغلي احمد جواد سداد د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت د زیاتیدو په تړاو په مهمو تګلارو خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ مبادلې نرخ د تیر کال د ورته دورې په پرتله د ۱۴۰۲ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۹.۷۴ سلنه د ارزښت زیاتوالی کړی دی چې له نیکه مرغه د سیمې د ډیرو هېوادونو او د افغانستان د سوداګریزو شریکانو د پولي واحدونو په پرتله نسبتاً ښه ثبات لري.

همدا ډول ښاغلي سداد زیاته کړه چې دا سلنه هغو ارقامو ته په کتو، چې په دې وروستیو کې موږ ته رارسیدلي دي، له دې زیات ښه والی په ګوته کوي، چې د امریکايي ډالرو په پرتله د افغانۍ ارزښت د کال له پیل څخه د مرغومې تر ۴ نېټې پورې چې د دې راپور له خپریدو څخه یوازې دوه ورځې مخکې سنجول شوی، شاوخوا ۱۹.۳ سلنه زیات شوی دی.

د دې کنفرانس په دوام کې د غیر بانکي مالي مؤسسو د څارنې لوی آمر ښاغلي احمد ظاهر ناصرزي د غیر بانکي مالي سکتور د وضعیت په تړاو معلومات وړاندې کړل او د دې سکتور د ښه والي لپاره یې د صرافانو او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د کړنو میکانیزه کول مهم وګڼل.

ښاغلي ناصرزي د صرافیو او پولي خدمتونو د شرکتي کولو په هکله وویل چې دا پرېکړه د یاد سکتور د ښه والي او روڼتیا په موخه د نوو شرایطو په وضع کولو او د حقوقي جوړښت بدلولو سره په پام کې نیول شوې ده چې له مخې یې ټول انفرادي جوازونه لغوه او تر دې دمه د صرافۍ او پولي خدمتونو ۱۰۷۶ شرکتي جوازونه په هېواد کې صادر شوي دي. همدارنګه، یادو شرکتونو شاوخوا ۳۸۹ نمایندګۍ جوړې کړي دي. له دې وروسته صرافۍ او پولي خدمتونه د مالي غیر بانکي ادارې په توګه د برېښنایي سیستم په درلودلو او د ملي او نړیوالو معیارونو په رعایتولو سره د صرافۍ او پولي خدمتونو فعالیتونه وړاندې کوي.

د دې کنفرانس په بله برخه کې د بانکونو د څارنې لوی آمریت مرستیال، ښاغلي احسان الله منصور د بانکي سکتور د ثبات او ښه والي په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د افغانستان بانک مشرتابه د بانکي سکتور د پیاوړتیا لپاره له خپلو داخلي او بهرنیو شریکانو سره یو شمېر تخنیکي غونډې ترتیب کړي، د محدودیتونو د له منځه وړلو او خلکو ته د اړینو آسانتیاوو برابرولو په برخه کې ګتور مذاکرات ترسره کړي، سوداګریزو بانکونو ته یې ګټور متحدالمال مکتوبونه صادر کړي او د بانکي سکتور د اجراآتو څخه د څارنې بهیرونه يې په مکرر ډول ترسره او پیاوړي کړي، چې په پایله کې د خلکو پر امانتونو د محدودیتونو د تدریجي کمېدو لامل شوي دي.

باید یادونه وشي چې دا د کار پای نه دی او د افغانستان بانک هڅه کوي څو د هېواد د بانکونو وضعیت نورمال حالت ته راوګرځوي او بانکي سکتور پر یو داسې سکتور بدل کړي چې د نړیوالو معیارونو سره برابر وي.

Latest news

Sun, Apr 05 2026 2:52 PM
Background image

DAB Holds Supreme Council Meeting

April 05, 2026- The meeting of the Supreme Council of Da Afghanistan Bank (DAB) was chaired by Noor Ahmad Agha, Head of the Council, with members in attendance, and discussed monetary. . .

Mon, Jan 12 2026 10:20 AM
Background image

DAB Holds Meeting on Expanding Electronic Payments, Digital Revenue Collection

January 11, 2026- First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank (DAB) Sediqullah Khalid chaired a meeting with officials and representatives of the Association of Electronic Money and. . .

Mon, Jan 05 2026 4:29 PM
Background image

DAB First Deputy Governor Chairs Meeting with Heads of Commercial Banks

A meeting with the Afghanistan Banks Association (ABA) and the heads of commercial banks was held with the First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank (DAB), Sediqullah Khalid, on the. . .

BACK TO NEWS