د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره د افغانستان بانک د لومړي مرستیال غونډه

Mpoya
Sun, Oct 19 2025 1:58 PM
د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره د افغانستان بانک د لومړي مرستیال غونډه

د ۱۴۴۷ کال د ربیع الثاني د میاشتې ۲۷ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د بانکي سکتور د پیاوړتیا، د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا، برېښنایي بانکوالۍ او د بانکي خدمتونو د کیفیت د لوړولو په اړه هر اړخیز بحث وشو.

ښاغلي صدیق الله خالد د غونډې په پیل کې یادونه وکړه چې د هېواد بانکي سکتور د اسلامي کېدو په بشپړ بهیر کې داخل شوی او ډېر ژر به یو شمېر بانکونو ته د بشپړې اسلامي بانکوالۍ جوازونه ورکړل شي. نوموړي له سوداګریزو بانکونو وغوښتل چې د اسلامي بانکوالۍ له اصولو سره سم، د اسلامي مالي محصولاتو د تنوع او وړاندې کولو له لارې خلکو ته د غوره او باوري خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال همدارنګه د بانکي سکتور د بشري ظرفیتونو د پیاوړتیا پر اهمیت خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د مالي او بانکي انستیتوت د بیا فعالیدو یادونه وکړه. نوموړي ټینګار وکړ چې سوداګریز بانکونه باید د خپلو کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو په موخه عملي ګامونه واخلي، ترڅو د نړیوالو معیارونو سره سم د اغېزناکو او باکیفیته بانکي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره لا ډېره زمینه برابره شي.

په غونډه کې له اجنډا سره سم د افغانۍ د ثبات ساتنې، د بانکي خدمتونو د چټکتیا او غوره‌والي، د بانکي سکتور د پرمختګ، ډیجیټل بانکوالۍ، ستونزو او حل لارو په اړه هم بحثونه وشول.

په دغه غونډه کې د افغانستان بانک د اړوندو آمریتونو استازو، د افغانستان د بانکونو ټولنې، او د سوداګریزو بانکونو مشرانو او استازو ګډون درلود.

Latest news

Wed, Jul 23 2025 4:50 PM
Background image

DAB Reports on Major Achievements, Performances Over Past Year

July 23, 2025 Officials from Da Afghanistan Bank (DAB) presented the institution’s key achievements over the past year during the Government Accountability to the Nation program at. . .

Wed, Jul 09 2025 12:44 PM
Background image

IFSB 23rd Annual Meeting in Rabat, Morocco

The Acting Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, along with his accompanying delegation, participated in the 23rd annual meeting of the Islamic Financial Services Board. . .

Sun, Jun 29 2025 5:38 PM
Background image

DAB Governor Departs for Morocco to Attend IFSB Annual Session

June 29, 2025– The Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, and his accompanying delegation have left the country to attend the annual session of the Islamic Financial Services. . .

BACK TO NEWS