د افغانستان بانک لومړي مرستیال په ترکیه کې د ترکیې د مشارکتی بانکونو د ټولنې له مشر سره ولیدل

Mpoya
Wed, Nov 19 2025 4:21 PM
د افغانستان بانک لومړي مرستیال په ترکیه کې د ترکیې د مشارکتی بانکونو د ټولنې له مشر سره ولیدل

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ یو پلاوي چې ترکیې هېواد ته یې سفر کړی، د ترکیې د مشارکتی بانکونو د ټولنې  (TKBB)  له مشر ښاغلي اسماعیل یورال او د دې ټولنې له غړو سره ولیدل.

د ترکیې د مشارکتي بانکونو ټولنې (TKBB) په ډیجیټلي بانکوالۍ کې مهم کارونه کړي دي، په ترکیه کې یې د ډیجیټلي بانکونو د جوړېدو ملاتړ کړی، د آنلاین بانکي خدمتونو کچه یې لوړه کړې، همدارنګه دې ټولنې د ترکیې ټولو بانکونو ته ډیجیټلي خدمات ورکړي او که د نړۍ نور هېوادونه له یاد هېواد څخه مرسته وغواړي، د همدې اتحادیې له لوري ورته خدمات وړاندې کېږي.

ښاغلي صدیق الله خالد د دې لیدنې پر مهال په افغانستان کې د اسلامي بانکوالۍ د ترویج لپاره د افغانستان بانک د هڅو یادونه وکړه او ویې ویل چې په افغانستان کې سودي بانکي نظام په بشپړه توګه درېدلی او ټول سوداګریز بانکونه د اسلامي عقودو له مخې خلکو ته تمویلات وړاندې کوي. نوموړي زیاته کړه چې د همدې بدلون له امله د خلکو باور پر بانکونو ورځ تر بلې زیاتېږي او د اماناتو کچه هم په پرله‌پسې ډول لوړېدونکې ده.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال همدارنګه وویل چې په افغانستان کې د الکترونیکي او ډیجیټلي اداینو د ترویج لپاره پیل شوي ګامونه د مالي سیستم د عصري کېدو لوری ټاکي. نوموړي د ترکیې د اسلامي بانکونو له ټولنې وغوښتل چې د الکترونیکي اداینو د بنسټونو په جوړولو، تخینکي برخو، او د ځانګړو روزنیزو پروګرامونو له لارې د ظرفیت لوړولو برخه کې د افغانستان بانک سره همکاري وکړي.

په دې لیدنه کې ښاغلي اسماعیل یورال هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې په ترکیه کې شاوخوا ۹۷٪ بانکي معاملې او اداینې په برېښنايي او ډیجیټلي بڼه ترسره کېږي، چې دا د دې هېواد د پرمختللي مالي سکتور څرګندونه کوي.

په غونډه کې دواړو لوریو هوکړه وکړه چې د افغانستان بانک به د ترکیې د مشارکتي بانکونو له اتحادیې څخه د یو تخنیکي ټیم د رالیږلو غوښتنه کوي، ترڅو په افغانستان کې د الکترونیکي اداینو اوسنی وضعیت له نږدې وارزوي او د افغانستان بانک له لوري ترتیب شوی ماسټر پلان په تخنیکي توګه تحلیل کړي. د دې ارزونې پر بنسټ به د افغانستان بانک خپل عملي لومویتونه وټاکي او د بانکي او غیربانکي سکتورونو لپاره د پلان د تطبیق اړوند اقدامات به ترسره کړي.

همدارنګه، هوکړه وشوه چې د ترکیې د مشارکتي بانکونو د اتحادیې په ملاتړ به د اړوندو کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په برخه کې په داخل دافغانستان کې لازم روزنیز پروګرامونه هم برابر شي، څو په افغانستان کې کې د ډیجیټلي تادیاتو پرمختګ لا چټک شي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک لومړي مرستیال د روانې نومبر میاشتې په ۱۶ مه نېټه د یو پلاوي په مشرۍ ترکیې هېواد ته سفر کړی دی او تر دې مهاله یې د بېلابېلو ادارو له مشرانو او استازو سره لیدلي دي.

Latest news

Wed, Sep 30 2026 5:14 PM
Background image

DAB Holds Supreme Council Meeting

September 30, 2026 - The Supreme Council of Da Afghanistan Bank (DAB) held a meeting chaired by Sediqullah Khalid, First Deputy Governor of DAB, who also serves as Deputy Chair of the. . .

Sun, Sep 27 2026 3:01 PM
Background image

DAB, ACGF Sign MoU on Cooperation

September 27, 2026- Da Afghanistan Bank (DAB) and Afghan Credit Guarantee Foundation (ACGF) signed a Memorandum of Understanding (MoU) on cooperation at a meeting held at the DAB’s. . .

Sun, Jul 26 2026 4:57 PM
Background image

DAB First Deputy Governor Meets Deputy Governor of Uzbekistan’s Central Bank

The First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank, Sediqullah Khalid, met with the Deputy Governor of the Central Bank of Uzbekistan, Abrar Mirza Alimove, at his office to discuss. . .

BACK TO NEWS