د تش بست خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د دندې عنوان: د نغدینګۍ ریسک د ارزونې مدیر
آمریت: د ریسک ادارې او د قانون رعایتولو لوی آمریت
گرېډ: اتم (۸)
د بستونو شمېر: دوه (۲)
د پیل نېټه: ۱۴۴۸ د ربیع الثاني ۱۴
د پای نېټه: ۱۴۴۸ د ربیع الثاني ۲۸
د ګمارنې ډول: دایمي
دندې او مسوولیتونه:
• د اړوندې څانګې د چارو مدیریت، څارنه، کنترول او ارزونه او د کار اغېزناکتیا او مولدیت زیاتول؛
• د پالیسیو، مقرراتو، کړنلارو، معیاري سیستمونو او پلانونو طرحې، ترتیب، پراختیا او تطبیق په برخه کې همکاري کول؛
• د نغدینګۍ ریسک د ارزونې چک لیستونو او د مستقیم مدیر له لورې د سپارل شوو نورو فورمونو ترتیبول؛
• د ریسک پېژندنې، ارزونې او راپور ورکونې د میتودونو د ښه والي په موخه د ارزښتناکو وړاندیزونو وړاندې کول؛
• د افغانستان بانک د نغدینګۍ ریسک او د هغې د پایلو د تشخیص او ارزونې لپاره د اړوندو معلوماتو او اسنادو راټولول؛
• د پولي سیاست، بازار عملیاتو او مالي او محاسبې لویو آمریتونو سره په همکارۍ د نغدینګۍ د توپیر اټکل لپاره په میاشتنۍ توګه د (Maturity Ladder) ترتیبول؛
• په عادي او فشار لرونکي ربعو کې د نغدي جریان وړاندوینه او د احتمالي کمښتونو پېژندل؛
• د افغانستان بانک د محصولاتو او پروسو د نغدینګۍ ریسک له عملیاتي کنټرول څخه ډاډ ورکول؛
• له اړوندو آمریتونو څخه د ترلاسه شوو معلوماتو پر بنسټ د افغانستان بانک د نغدینګۍ د ورځني وضعیت ارزول؛
• د اجرااتو له امله د رامنځته شوو تېروتنو د پېژندلو پر مهال، د هغو د اصلاح لپاره ژر تر ژره اقدام کول او له نورو څانګو سره همکاري کول؛
• له اړوندو څانګو سره په ځانګړې توګه د سپارل شوو چارو په اړه د اړیکو او همغږۍ ټینګول؛
• د نغدینګۍ د ریسک پېښې او د هغو پایلې د ریسک په ثبت کتاب (ریسک ریجستر) کې ثبتول؛
• د نغدینګۍ ریسک په اړه د اړوندو کارکوونکو لپاره د روزنیزو او پوهاوي پروګرامونو په جوړولو او ترسره کولو کې ونډه اخیستل؛
• د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکونو لیکل، په ټاکلي وخت د هغو طی مراحل ترسره کول او په دقیق او منظم ډول یې د هارډ او سافټ کاپي په بڼه په دوسیو او کارتنونو کې تنظیم او ساتل؛
• د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛
• د هغو نورو دندو او مسوولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړو مقاماتو له لارښوونې سره سم د لایحې او مقرراتو له مخې سپارل کېږي.
د زده کړې درجه:
• لږ تر لږه د اقتصاد، مدیریت، مالي او بانکي، اداره او سوداګري، حقوقو او عامه ادارې په برخو کې د لیسانس درلودل او په پورته ذکر شوو برخو کې د ماسترۍ سند لرونکي ته لومړیتوب ورکول کیږي.
تجربه:
• د دندې اړوند درې (۳) کاله کاري تجربه درلودل.
مهارتونه او وړتیاوې:
• په رسمي ژبو او انګلیسي ژبه کې د لوړ مهارت درلودل؛
• د مدیریتي مهارتونو درلودل؛
• له کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا؛
• له بانکي قوانینو، مقرراتو او د افغانستان بانک د دندو او موخو سره بلدتیا؛
• د وظیفوي موضوعاتو د تحلیل، د مالي موضوعاتو د تفسیر او تعبیر او د دقیقې راپور ورکونې وړتیا درلودل؛
• په خبرو کې فصاحت او بلاغت او د دندې د محرمیت ساتل؛
• د کاري مسوولیت پوهه او درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندل.
شخصي صفتونه او ارزښتونه:
رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
یادونه:
• درخواست کوونکی کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.
• د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.
• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.