د افغانستان بانک او د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترمنځ د الکترونیکي تذکرو د معلوماتو شریکولو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

Mpoya
Sat, Oct 31 2026 11:46 AM
د افغانستان بانک او د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترمنځ د الکترونیکي تذکرو د معلوماتو شریکولو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د بانکي مشتریانو د هویت د تثبیت، د جعل او درغلۍ د مخنیوي او د بانکي خدمتونو د لا ښه وړاندې کولو په موخه، د افغانستان بانک او د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترمنځ د الکترونیکي تذکرو د معلوماتو شریکولو هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

دغه هوکړه‌لیک د ریاست‌الوزراء عالي مقام د ۲۰۲۷ ګڼې حکم پر بنسټ لاسلیک شوی، چې له مخې به یې د احصایې او معلوماتو عمومي اداره د الکترونیکي تذکرو په سیستم (انټرکان) کې د افغانستان بانک لپاره د کارونې ځانګړی حساب (یوزر) رامنځته کوي، څو یاد بانک وکولای شي د مالي او بانکي سکتور د مشتریانو هویت تائید او د بانکي خدمتونه د وړاندې کولو زمینه په لا اغېزناک ډول برابره کړي.

د دې هوکړه‌لیک له مخې، به د افغانستان د اداینو له سیستم سره نښلیدلي سوداګریز بانکونه او غیربانکي مالي مؤسسې هم یاد سیستم ته د لاسرسي په چوکاټ کې وکولای شي د خپلو مشتریانو د هویت د تائید په برخه کې له دې اسانتیا څخه ګټه واخلي، چې دا به د بانکي او مالي خدمتونو په بهیر کې د هویت د کره تثبیت او د جعل او درغلۍ د مخنیوي په برخه کې مرسته وکړي.

همدارنګه، دواړه ادارې به د معلوماتو د شریکولو او د یاد سیستم د اغېزناکې کارونې په برخه کې خپلې کاري اړیکې پیاوړې کړي او د لا ښې همغږۍ لپاره به ګډې هڅې ترسره کړي.

د افغانستان بانک د دې هوکړه‌لیک لاسلیک د خدمتونو د کیفیت د لوړولو، د مشتریانو د هویت د کره تثبیت او د مالي معاملو د خوندیتوب په برخه کې مهم ګام بولي.

Latest news

Wed, Sep 30 2026 5:14 PM
Background image

DAB Holds Supreme Council Meeting

September 30, 2026 - The Supreme Council of Da Afghanistan Bank (DAB) held a meeting chaired by Sediqullah Khalid, First Deputy Governor of DAB, who also serves as Deputy Chair of the. . .

Sun, Sep 27 2026 3:01 PM
Background image

DAB, ACGF Sign MoU on Cooperation

September 27, 2026- Da Afghanistan Bank (DAB) and Afghan Credit Guarantee Foundation (ACGF) signed a Memorandum of Understanding (MoU) on cooperation at a meeting held at the DAB’s. . .

Sun, Jul 26 2026 4:57 PM
Background image

DAB First Deputy Governor Meets Deputy Governor of Uzbekistan’s Central Bank

The First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank, Sediqullah Khalid, met with the Deputy Governor of the Central Bank of Uzbekistan, Abrar Mirza Alimove, at his office to discuss. . .

BACK TO NEWS