د افغانستان بانک د عالي شورا درې میاشتنۍ غونډه جوړه شوه

Anonymous (not verified)
Tue, Jan 01 2019 1:20 PM
DAB

د افغانستان بانک عالي شورا د ۱۳۹۷ مالي کال د لیندۍ میاشتې په ۲۷ او ۲۸ نېټه د عالي شورا د رئیس او د افغانستان بانک د رئیس په مشرۍ غونډه ترسره کړه.

د افغانستان بانک عالي شورا له اجنډا سره سم د تیر مالي کال په اوږدو کې د څارنیزو مسائلو، د پولي سیاست، حقوقي اډانې، د مالي نظام د ټیکاو او ټینګښت، د مدیریتي چارو او د داسې نورو اړوندو موضوعګانو په برخو کې د افغانستان بانک د کړنو او لاسته راوړنو راپورونه تر بحث او ارزونې لاندې ونیول چې تر ټولو مهمې طرحه شوې موضوعګانې یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

په پیل کې د افغانستان بانک عالي شورا د هېواد اقتصادي وضعیت چې اقتصادي وده او د ۱۳۹۷ مالي کال له پیل څخه د روان کال د لړم تر ۲۸ نېټې پورې د پولي سیاست د تطبیق راپور، د بدلونونو لاملونه، د انفلاسیون د نرخ وضعیت، د اداینو بیلانس، د هېواد د پولي او اسعار‎ي سیاست موخې او اډانه، د پولي سیاست ابزارونه، د پولي زېرمو د ودې بهیر، د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د مبادلې نرخ او د بانکي نظام وضعیت رانغاړي، تر بحث لاندې ونیول.

د افغانستان بانک عالي شورا د غونډه په اوږدو کې په اسلامي بانک د دودیزه بانک د بدلولو مقرره او د اسلامي بانکوالۍ د شتمنیو د ډله بندۍ او د خسارې د جبران د تخصیص مقرره چې هر یو یې په ترتیب سره په ۱۴ پاڼو او ۱۶ پاڼو کې د افغانستان بانک د شرعي بورډ لخوا تائید شوې وه، منظور کړې.

د افغانستان بانک عالي شورا د کمزوره بانکونو پر وړاندې د افغانستان بانک ستراتیژي د پرنسیپ پر اساس منظور کړه او د مالي چارو د څارنې آمریت ته یې دنده ورکړه څو د عالي شورا د لارښوونو سره سم، په ستراتیژۍ کې د مهال ویش او بڼې له پلوه لازمه تعدیلات راولي او د تصویب په موخه یې د افغانستان بانک د عالي شورا راتلونکي غوندې ته وړاندې کړي.

د غونډې په دوام کې د افغانستان بانک عالي شورا د افغانستان بانک د اړیکو پالیسي چې د عامل پلاوي لخوا تائید شوې وه، منظور کړه او د ریاست د دفتر لوی آمریت ته یې دنده وسپارله څو د افغانستان بانک د اړیکو د پالیسۍ سرلیک د افغانستان بانک د اړیکو او معلوماتو په لایحې بدل کړي او په هغه کې د عالي شورا د یادونو سره سم لازمه بدلونونه راولي او په اړه یې د عالي شورا رتلونکي غونډې ته راپور ورکړي.

د افغانستان بانک عالي شورا د ۱۳۹۸ مالي کال لپاره د پولي سیاست د راپور له اوریدو وروسته، د پولي سیاست د ۱۳۹۸ مالي کال پلان تائید او د بهرنیو اسعارو د لیلام په مقرره کې وارد شوي تعدیلات چې په (۱۵) پاڼو کې د افغانستان بانک د عامل پلاوي لخوا تائید شوي ؤ، منظور کړل.

د افغانستان بانک د وارداتي لیټراف کریډیټونو کړنلاره چې د عامل پلاوي لخوا په (۱۱) پاڼو کې تائید شوې وه، د عالي شورا په غونډه کې له بحث او د نظرونو د تبالې وروسته منظور شوه.

د یادونې وړ ده چې د بانک عالي شورا په بانک کې د تصمیم نیولو تر ټولو لوړه مرجع ده چې په هرو دریو میاشتو کې غونډه ترسره کوي او د سیاست جوړونې، د بانک د کړنو د طرحې، د اجرااتو او لاسته راوړنو په بېلابېلو موضوعګانو باندې بحث او نظرونه تبادله کوي او د بانک او بانکي نظام د ښه والي په موخه لازمه پریکړې کوي.

Latest news

Wed, Sep 30 2026 5:14 PM
Background image

DAB Holds Supreme Council Meeting

The Supreme Council of Da Afghanistan Bank (DAB) held a meeting chaired by Sediqullah Khalid, First Deputy Governor of DAB, who also serves as Deputy Chair of the Bank’s Supreme Council. . .

Sun, Sep 27 2026 3:01 PM
Background image

DAB, ACGF Sign MoU on Cooperation

September 27, 2026- Da Afghanistan Bank (DAB) and Afghan Credit Guarantee Foundation (ACGF) signed a Memorandum of Understanding (MoU) on cooperation at a meeting held at the DAB’s. . .

Sun, Jul 26 2026 4:57 PM
Background image

DAB First Deputy Governor Meets Deputy Governor of Uzbekistan’s Central Bank

The First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank, Sediqullah Khalid, met with the Deputy Governor of the Central Bank of Uzbekistan, Abrar Mirza Alimove, at his office to discuss. . .

BACK TO NEWS