د کابل ولایت په دوو ښوونځیوکې د افغانۍ د کارولو په اړه د عامه پوهاوۍ پروګرامونه ترسره شول

Anonymous (not verified)
Sun, Apr 07 2019 3:04 PM
د کابل ولایت په دوو ښوونځیوکې د افغانۍ د کارولو په اړه د عامه پوهاوۍ پروګرامونه ترسره شول

کابل، د ۱۳۹۸ کال د وري ۸ مه - د افغانستان بانک د افغانۍ د کارولو او ښه ساتلو بهیر په دوام کې دا ځل د کابل ښار دوو ښوونځیو کې د افغانۍ د ترویج د پیغام رسونې په موخه د عامه پوهاوۍ پروګرامونه په لاره واچول.

 د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمریت له خوا خواجه عبدالله انصاری او نادر یې لیسو څخه د افغانیو ترویج د پيغام رسونې او همدا شان د زده کونکو د تشویق په موخه لیدنه وشوه. په یاده لیدنه کې دغو ښوونځیو کې د افغاني د بانکنوټونو، د افغانۍ د دودولو ګټې او همدا شان د ملي ارزښتونو په باره کې معلومات وړاندې شول.

دغه راز له دې ښوونځیو څخه د لیدنې پرمهال د افغانیو د ترویج په پیغامونو ښکلې شوي ساعتونه او کلنۍ جنتري د مدیریتونو او ټولګیو لپاره او دښوونځیو استادانو ته د چای پیالې وویشل شوې. دغه راز سوداګریزو مرکزونو او د معاملاتو لارښوونې دفترونو ته چېرته چې د خلکو تګ راتګ زیات وي، هم دغه توکي وویشل شول.

Latest news

Wed, Sep 30 2026 5:14 PM
Background image

DAB Holds Supreme Council Meeting

The Supreme Council of Da Afghanistan Bank (DAB) held a meeting chaired by Sediqullah Khalid, First Deputy Governor of DAB, who also serves as Deputy Chair of the Bank’s Supreme Council. . .

Sun, Sep 27 2026 3:01 PM
Background image

DAB, ACGF Sign MoU on Cooperation

September 27, 2026- Da Afghanistan Bank (DAB) and Afghan Credit Guarantee Foundation (ACGF) signed a Memorandum of Understanding (MoU) on cooperation at a meeting held at the DAB’s. . .

Sun, Jul 26 2026 4:57 PM
Background image

DAB First Deputy Governor Meets Deputy Governor of Uzbekistan’s Central Bank

The First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank, Sediqullah Khalid, met with the Deputy Governor of the Central Bank of Uzbekistan, Abrar Mirza Alimove, at his office to discuss. . .

BACK TO NEWS