د افغانستان د اسلامي جمهوریت، جمهور رئیس د مډال په ورکولو سره د ښاغلي خلیل صدیق کړنې وستایلې

Anonymous (not verified)
Sun, Jul 07 2019 4:04 PM
د افغانستان د اسلامي جمهوریت، جمهور رئیس د مډال په ورکولو سره د ښاغلي خلیل صدیق کړنې وستایلې

کابل، ۱۳۹۸ د چنګاښ ۱۵ـ د افغانستان د اسلامي جمهوریت، جمهور رئیس جلالتماب محمد اشرف غني دافغانستان بانک رئیس ښاغلي خلیل صدیق کړنې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې چې د شنبې په ورځ د ارګ د دلکشاه په ماڼۍ کې په لاره اچول شوې وې، د غازي وزیر محمد اکبر خان د مډال په ورکولو سره وستایلې.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت، جمهور رئیس ښاغلي محمد اشرف غني د دې مراسمو په اوږدو کې وویل چې ښاغلی صدیق د هېواد یو له هغو ریښتینو بچیانو څخه دی او د څلورو کلونو په اوږدو کې د دوي د ژمنې او زیارکښۍ له امله د هېواد بانکي نظام وده او پراختیا موندلې ده.

د هېواد ولسمشر د پیسو د نړیوال صندوق د اجرائیوي پلاوي د مدیر د لیک په استناد سره چې په هغه کې د بانک نظام د عصري کولو، ودې او پراختیا او د قانون د تطبیق په برخه کې د افغانستان بانک د رئیس د زیارکښۍ او پاکې ارادې یادونه شوې وه، وویل چې د خلیل صدیق له مدبرانه مدیریت سره د افغانستان بانک لاسته راوړنې د هېواد د دننه او بهر شریکانو له هرکلي سره مخ شوي او دا د دې ښکارندوي کوي چې د افغانستان بانک په خپلو دندو کې بشپړه خپلواکي درلوده.

همدا ډول ښاغلي ولسمشر زیاته کړه چې حکومت هم د افغانستان بانک د خپلواکۍ اصل رعایت کړی او تر اوسه پورې یې د افغانستان بانک په چارو کې لاسوهنه نه ده کړې.

ورپسې د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق د جلالتماب جمهور رئیس له ښه نیت او اعتماد څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې ستاسو د ملاتړ او اعتماد له امله مونږ وکولای شول چې له قانون سره سم بانکي دندې عیارې او قانون پر ټولو برخو باندې تطبیق کړو.

باید یادونه وشي چې د مډال د ورکولو په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس فرمان د ولسمشر د کلتوري سلاکار ښاغلي اسدالله غضنفر لخوا ولوستل شو.

Latest news

Wed, Sep 30 2026 5:14 PM
Background image

DAB Holds Supreme Council Meeting

The Supreme Council of Da Afghanistan Bank (DAB) held a meeting chaired by Sediqullah Khalid, First Deputy Governor of DAB, who also serves as Deputy Chair of the Bank’s Supreme Council. . .

Sun, Sep 27 2026 3:01 PM
Background image

DAB, ACGF Sign MoU on Cooperation

September 27, 2026- Da Afghanistan Bank (DAB) and Afghan Credit Guarantee Foundation (ACGF) signed a Memorandum of Understanding (MoU) on cooperation at a meeting held at the DAB’s. . .

Sun, Jul 26 2026 4:57 PM
Background image

DAB First Deputy Governor Meets Deputy Governor of Uzbekistan’s Central Bank

The First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank, Sediqullah Khalid, met with the Deputy Governor of the Central Bank of Uzbekistan, Abrar Mirza Alimove, at his office to discuss. . .

BACK TO NEWS