د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د فوټبال لوبې دوستانه سیالي

Mpoya
Mon, Aug 05 2019 10:08 AM
د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د فوټبال لوبې دوستانه سیالي

کابل، د ۱۳۹۸ کال د زمري ۱۴ مه – د افغانستان بانک او روشن د فوټبال لوبډلو تر منځ د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د فوټبال دوستانه لوبه تر سره شوه.

په دغه لوبه کې چې د کابل ښار په غازي سټدیوم کې په لاره اچول شوې وه، د افغانستان بانک د روشن سیالې لوبډلې ته د پنځه دوه په مقابل کې ماتې ورکړه.

د افغانستان بانک د فوټبال لوبډلې د سیالې لوبډلې په وړاندې غوره لوبه تر سره کړه او لومړی ګول د دې لوبډلې د تکړه لوبغاړي ښاغلي مبین له لوري تر سره شو، په دغه لوبه کې مبین دوه ګوله، زاهد، راشد او آصف خادمي یو یو ګول تر سره کړل.

پاتې د نه وي چې په دې لوبه کې د روشن تیم له لوري هم د خپلې سیالې لوبډلې په وړاندې دوه ګولونه تر سره شول، د روشن دفوټبال لوبډله له ځواکمنو لوبډلو شمېرل کېږي چې په ډېری نړیوالو دوستانه لوبو کې یې ګډون کړی او سیالۍ یې ګټلې دي.

Latest news

Wed, Sep 30 2026 5:14 PM
Background image

DAB Holds Supreme Council Meeting

The Supreme Council of Da Afghanistan Bank (DAB) held a meeting chaired by Sediqullah Khalid, First Deputy Governor of DAB, who also serves as Deputy Chair of the Bank’s Supreme Council. . .

Sun, Sep 27 2026 3:01 PM
Background image

DAB, ACGF Sign MoU on Cooperation

September 27, 2026- Da Afghanistan Bank (DAB) and Afghan Credit Guarantee Foundation (ACGF) signed a Memorandum of Understanding (MoU) on cooperation at a meeting held at the DAB’s. . .

Sun, Jul 26 2026 4:57 PM
Background image

DAB First Deputy Governor Meets Deputy Governor of Uzbekistan’s Central Bank

The First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank, Sediqullah Khalid, met with the Deputy Governor of the Central Bank of Uzbekistan, Abrar Mirza Alimove, at his office to discuss. . .

BACK TO NEWS