د افغانستان بانک د صرافانو او د پولي چوپړتیاوو وړاندې کوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ جوړکړ

Mpoya
Mon, Aug 26 2019 4:31 PM
د افغانستان بانک د صرافانو او د پولي چوپړتیاوو وړاندې کوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ جوړکړ

کابل، ۱۳۹۸ کال د وږي ۴ نیټه – د افغانستان بانک د صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو لپاره د روزنیزو ورکشاپونو د جوړولو په لړ کې دا ځل د کابل ښار یو شمېر صرافانو او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو ته د صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د کړنو د تنظیم د مقررې او د صرافۍ او پولي خدمتونو شرکتونو ته د جوازونو د صادرولو د شرایطو په تړاو روزنیز پروګرام جوړ کړ.

د افغانستان بانک د مالي چارو د څارنې د لوی آمریت مرستیال ښاغلي سید محسن سادات د دې ورکشاپ د پرانستنې پر مهال وویل د افغانستان بانک تل هڅه کوي چې د صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو دندې له نړیوالو معیارونو سره برابرې کړي چې د دې کار د ترسره کولو لپاره اړینه ده څو د بانکي قوانینو په اړه په بشپړه توګه پوهاوی شتون ولري، له همدې کبله دا ډول روزنیز پروګرامونه په لاره اچول کیږي.

ورپسي، د سرای شهزاده د صرافانو د ټولنې مرستیال ښاغلي حاجي امین جان خوستي د صرافانو د ستونزو په اړه وینا وکړه او د صرافانو د کړنو د تنظیم او ښه والي په برخه کې یې د قوانینو پلي کول خورا ګټور وبلل او د مالي قوانینو د پلي کولو او رعایتولو په برخه کې یې د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.

د دې پروګرام په پای کې د مالي چارو د څارنې لوی آمریت د صرافانو او پولي خدمتونو د څارنې مدیر، ښاغلي شاپور میاخیل د  قوانینو او مقرراتو په اډانه کې د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د مسوولیتونو په اړه یو پریزنټیشن وړاندې کړ او د ګډونوالو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل.

د یادونې وړ ده چې دا روزنیز پروګرام د کابل ښار۴۶۰ تنو صرافانو او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو لپاره په پام کې نیول شوی دی او تر ۹ ورځو پورې به دوام وکړي چې په دې پروګرام کې هره ورځ ۵۰ تنه صرافان او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکي تر پوښښ لاندې نیول کیږي.

Latest news

Wed, Sep 30 2026 5:14 PM
Background image

DAB Holds Supreme Council Meeting

The Supreme Council of Da Afghanistan Bank (DAB) held a meeting chaired by Sediqullah Khalid, First Deputy Governor of DAB, who also serves as Deputy Chair of the Bank’s Supreme Council. . .

Sun, Sep 27 2026 3:01 PM
Background image

DAB, ACGF Sign MoU on Cooperation

September 27, 2026- Da Afghanistan Bank (DAB) and Afghan Credit Guarantee Foundation (ACGF) signed a Memorandum of Understanding (MoU) on cooperation at a meeting held at the DAB’s. . .

Sun, Jul 26 2026 4:57 PM
Background image

DAB First Deputy Governor Meets Deputy Governor of Uzbekistan’s Central Bank

The First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank, Sediqullah Khalid, met with the Deputy Governor of the Central Bank of Uzbekistan, Abrar Mirza Alimove, at his office to discuss. . .

BACK TO NEWS