د پیسو د نړیوال صندوق له لوی رئیس سره د افغانستان د پلاوي لیدنه

Mpoya
Sat, Oct 26 2019 2:55 PM
د پیسو د نړیوال صندوق له لوی رئیس سره د افغانستان د پلاوي لیدنه

د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحد الله نوشېر او د مالیې وزیر او په بخبنسټیزو چارو کې د ولسمشر لوی سلاکار ښاغلي همایون قیومي او ورسره پلاوي د پیسو د نړیوال صندوق له لوی رئیس اغلې کریستالینا ګورګیوا سره د امریکې د متحدو ایالتونو په واشنګټن ښار کې ولیدل.

په دې لیدنه کې په واشنګټن کې د افغانستان سفیرې اغلې رویا رحماني هم ګډون درلوده، د پیسو د نړیوال صندوق لوی رئیس د افغانستان د اقتصادي نظام د ټیکاو او د سمونونو د پرمختګ په برخه کې د افغانستان لاسته راوړنې وستایلې او د مالي نظام د سمون او د بانکي نظام د ټینګښت په برخه کې د افغانستان د ژمنو د پلي کیدو لپاره د افغانستان بانک او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مالیې وزارت له کړنو څخه د خوښۍ څرګندونه وکړه.

د افغانستان پلاوي د پیسو د نړیوال صندوق د ریاست په پُست کې د اغلې ګرګیوا د مقرریدو په ویاړ د افغانستان د ولسمشر د مبارکۍ پیغام ولوسته او د اقتصادي وضعیت د ښه والي، په تولیدي اقتصاد د لګښتي اقتصاد د بدلیدو، د صادراتو د پیاوړتیا، د مالي ځان بسیاینې د تأمینولو او د ښځو او ځوانانو د رول او ګډون د پراختیا په برخه کې د افغانستان دولت اقدامات او پروګرامونه په تفصیل سره روښانه کړل.

د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحد الله نوشېر د پرمختګ په حال کې او لږ پرمختللو هېوادونو د اقتصادي وضعیت په اړه د اغلې ګرګیوا شخصي پیژندنې او تجربې ته په اشارې سره په یاد پُِست کې د هغې ټاکنه پر ځای وبلله او د اقتصادي او مالي سیاستونو او په افغانستان کې د سمونونو په برخه کې د پیسو د نړیوال صندوق ملاتړ یې مهم او اغیزناکه په ګوته کړ.

ښاغلي نوشېر د افغانستان او صندوق په ځانګړې توګه په افغانستان کې د صندوق د استازي د شتون له لارې د اړیکو په پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د افغانستان پلاوي د افغانستان او صندوق ترمنځ ګډ پروګرام ته چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړ شي په اشارې سره د اوسني پروګرام له بشپړیدو وروسته د بل پروګرام پیلدو ته د افغانستان بشپړه لېوالتیا او چمتوالی وښوده او د اقتصادي ودې د ارزښت او د بې وزلۍ او بیکارۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه د ورته پروګرام په جوړیدو یې ټینګار وکړ او د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یې د افغانستان د کلک هوډ ډاډ ورکړ.          

Latest news

Wed, Sep 30 2026 5:14 PM
Background image

DAB Holds Supreme Council Meeting

The Supreme Council of Da Afghanistan Bank (DAB) held a meeting chaired by Sediqullah Khalid, First Deputy Governor of DAB, who also serves as Deputy Chair of the Bank’s Supreme Council. . .

Sun, Sep 27 2026 3:01 PM
Background image

DAB, ACGF Sign MoU on Cooperation

September 27, 2026- Da Afghanistan Bank (DAB) and Afghan Credit Guarantee Foundation (ACGF) signed a Memorandum of Understanding (MoU) on cooperation at a meeting held at the DAB’s. . .

Sun, Jul 26 2026 4:57 PM
Background image

DAB First Deputy Governor Meets Deputy Governor of Uzbekistan’s Central Bank

The First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank, Sediqullah Khalid, met with the Deputy Governor of the Central Bank of Uzbekistan, Abrar Mirza Alimove, at his office to discuss. . .

BACK TO NEWS