د افغانۍ د لا دودیدو لپاره د لوړ پوړو ولایتي چارواکو هڅې

Mpoya
Sun, Nov 10 2019 9:12 AM
د افغانۍ د لا دودیدو لپاره د لوړ پوړو ولایتي چارواکو هڅې

د افغانستان بانک د شمال زون مسوولینو د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال لپاره د افغانۍ د دودولو د طرحې د ګټو پر بنسټ د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په  ۴ او ۷ نېټې د بلخ له لوړ پوړو ولایتې چارواکو، د ولایتې شورا او د یاد ولایت د پوهنې او د حج او اوقافو د ریاستونو له مسوولینو سره ولیدل او د داخلي راکړو ورکړو پر مهال یې د  افغانۍ د تبلیغ او دودولو او د هغه د ژر زړیدو د مخنیوی د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.

په دې لیدنو کې لومړی ښاغلي محمد اسرار پویا د شمال زون مرستیال او سرپرست په ټولو سوداګریزو معاملو کې د افغانۍ د کارولو په ارزښت خبرې وکړې او د افغانۍ بانکنوټونو د ژر زړیدلو د مخنیوۍ په برخه کې یې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل. له هغه وروسته، ښاغلي شجاع الدین شجاع د بلخ د ولایت مقام اداري مرستیال په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د افغانۍ پر کارولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د بلخ ولایت مقام د افغانۍ د دودولو او د افغانۍ د بانکنوټونو د سمې کارونې په اړه د خلکو د هڅولو په برخه کې د هر ډول مرستې ژمنه کوي.

همدا ډول، ښاغلي سید عبدالله مسرور د یاد ولایت د ولایتي شورا مرستیال وویل د هر ولایت ولایتي شورا د هغه ولایت د خلکو د ارادې تمثیلوونکې وي او د ټولنې له ټولو قشرونو سره په اړیکه کې وي او کولای شي له دې لارې په معاملو کې د افغانۍ د کارولو او په سمه توګه د بانکنوټونو د ساتلو په اړه اغیزمن او ګټور تبلیغات وکړي.

همدارنګه، د بلخ ولایت د حج او اوقافو د ریاست چارواکو هم د افغانۍ د دودولو او په سمه توګه د بانکنوټونو د ساتلو په اړه د تبلیغ په برخه کې د مرستې ژمنه وکړه.

له بلې خوا د بلخ ولایت د پوهنې د ریاست مسوولینو په ورځنیو راکړو ورکړو کې د افغانۍ د دودولو، کارولو او ساتلو د طریقو په اړه خپله خوښۍ څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې یاده موضوع به د ښوونځیو د آمرینو او مدیرانو له لارې د ښوونې پر مهال زده کوونکو ته ورسوي.

د یادونې وړ ده چې یادو مسوولینو د مزار شریف د ښاروالۍ ریاست، د سرپل د ښاروالۍ ریاست، د سرپل د حج او اوقافو ریاست، د سر پل د پوهنې ریاست، د سرپل ولایتي شورا، د میمنې د ښاروالۍ ریاست، د جوزجان د پوهنې ریاست او نورو اړوندو ادارو سره د افغانۍ د ژر زړیدلو د مخنیوۍ په تړاو لیدنې او خبرې اترې ترسره کړي دي.

Latest news

Wed, Sep 30 2026 5:14 PM
Background image

DAB Holds Supreme Council Meeting

The Supreme Council of Da Afghanistan Bank (DAB) held a meeting chaired by Sediqullah Khalid, First Deputy Governor of DAB, who also serves as Deputy Chair of the Bank’s Supreme Council. . .

Sun, Sep 27 2026 3:01 PM
Background image

DAB, ACGF Sign MoU on Cooperation

September 27, 2026- Da Afghanistan Bank (DAB) and Afghan Credit Guarantee Foundation (ACGF) signed a Memorandum of Understanding (MoU) on cooperation at a meeting held at the DAB’s. . .

Sun, Jul 26 2026 4:57 PM
Background image

DAB First Deputy Governor Meets Deputy Governor of Uzbekistan’s Central Bank

The First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank, Sediqullah Khalid, met with the Deputy Governor of the Central Bank of Uzbekistan, Abrar Mirza Alimove, at his office to discuss. . .

BACK TO NEWS