د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال د چین له سفیر سره وکتل

Mpoya
Mon, Dec 02 2019 3:00 PM
د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال د چین له سفیر سره وکتل

کابل، د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ ۱۱ مه – د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر په کابل کې د چین هېواد له سفیر ښاغلي وانګ یو سره د افغانستان بانک د عالي شورا په تالار کې وکتل.

په دې کتنه کې د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر له چین سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو په ارزښت خبرې وکړې او له افغانستان سره یې د سوداګرۍ په برخه کې د دې هېواد د مثبت اغېز ستاینه وکړه او یاد هېواد یې د افغانستان یو غوره ګاونډی یاد کړ.

نوموړي له چین هېواد سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو د پراختیا ترڅنګد بانکوالۍ په برخه کې هم د پراخو اړیکو په رامنځته کولو ټینګار وکړ او هیله یې وښوده چې په دې برخه کې به لازم پرمختګونه رامنځته شي.

ورپسې په کابل کې د چین هېواد سفیر ښاغلي وانګ یو د افغانستان او چین د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې د لا زیاتو پرمختګونو د رامنځته کولو ژمنه وکړه او یادونه یې وکړه چې د چین هېواد سوداګر له دې هېواد سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا ته لیوال دي.

ښاغلي وانګ یو د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړه چې د چېن هېواد د یو پرمختللي او آرام افغانستان غوښتونکی دی او له دې هېواد سره به په دې برخه کې مرسته وکړي.

باید وویل شي چې په دې کتنه کې د افغانستان بانک د یو شمېر آمرینو او د چین هېواد له سفیر سره راغلي پلاوی هم حاضر وو.

Latest news

Wed, Jul 09 2025 12:44 PM
Background image

IFSB 23rd Annual Meeting in Rabat, Morocco

The Acting Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, along with his accompanying delegation, participated in the 23rd annual meeting of the Islamic Financial Services Board. . .

Sun, Jun 29 2025 5:38 PM
Background image

DAB Governor Departs for Morocco to Attend IFSB Annual Session

June 29, 2025– The Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, and his accompanying delegation have left the country to attend the annual session of the Islamic Financial Services. . .

Sat, Jun 28 2025 3:47 PM
Background image

First Deputy Governor Holds Meeting with AACC President

June 28, 2025 – Sediqullah Khalid, the First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank, met with Jeffrey Grieco, the president of the Afghan-American Chamber of Commerce (AACC), in his. . .

BACK TO NEWS