د مالي مؤسسو د مشتریانو شکایتونو ته د رسیدو په اړه د معلوماتي غونډې جوړول

کابل، ۱۳۹۸ د کب ۱۳- د مشتریانو شکایتونو ته د رسیدو په اړه لومړنی معلوماتي غونډه چې د مالي خدمتونو د پراختیا له ملي ستراتیژۍ سره سم په دې ورستیو کې د مالي خدمتونو د پراختیا په لوی آمریت کې په پام کې نیول شوې وه، د افغانستان د مالي مؤسسو د اړوندو مسؤولینو په ګډون سره جوړه شوه.
په پیل کې د یو پریزنټیشن له لارې په مالي سکتور کې د مشتریانو د حقونو د ملاتړ د اصولو او مفاهیمو په اړه بحث وشو او په دې برخه کې ګډون کوونکو ته لازم معلومات وړاندې شو.
ورپسې د مالي خدمتونو د پراختیا لوی آمر ښاغلي میر شکیب د مشتریانو د حقونو د ارزښت او پر مالي نظام د خلکو د باور په جلبولو کې د هغه د رول، د مالي خدمتونو د کیفیت، د مسؤلانه خدمتونو د وړاندې کولو او د مالي مؤسسو لخوا د مشتریانو شکایتونو ته په خپل وخت د رسیدو په اړه خبرې وکړې او له ګډونوالو یې وغوښتل څو د مشتریانو د حقونو اړوند موارد په جدي توګه په خپلو اړوندو مؤسسو کې رعایت کړي.