د کرونا ویروس د مخنیوي په اړه د افغانستان بانک بېړنۍ غونډه

Mpoya
Mon, Mar 16 2020 10:31 AM
0

کابل، د ۱۳۹۸ کال د کب ۲۴ مه د افغانستان بانک د دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي په مشرۍ چې د افغانستان بانک د بېړنۍ کمېټې مشري هم کوي غونډه جوړه شوه او په کې د یادې کمېټې مسئولینو ته دنده وسپارل شوه چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپارهاړین ګامونه پورته کړي.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک دویم مرستیال د بېړنۍ کمېټېله لوري د دې ویروس څخه د ځان ساتنې لپاره په رامنځته شویو لومړنیو تدبیرونو خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د افغانستان بانک د کارکوونکو او مراجعینو لپاره د لازیاتو تدبیرونو د رامنځته کولو ژمنه وکړه.

باید وویل شي چې د افغانستان بانک د بيړنۍ کمېټې له لوري تر دې مهاله د افغانستان بانک د کارکوونکو لپاره د ویروس ضد لاس وینځونکي مواد برابر کړي، له یو ځایي خوړنځای څخه مخنیوی شوی چې هر یو کارکوونکي ته په ځانګړو پاکټونو کې خواړه رسول کېږي، د کارکوونکو لپار ماسکونه او دستکشونه رانیول شوي، د بانک وړکتون تړل شوی او د  دې بانک اړوندو څانګو کې د ویروس ضد درمل شیندل شوې دي.

پاتې دې نه وي چې د افغانستان بانک په خپلو کارکوونکو چې بهرنیو هېوادونو ته سفرونه کوي بندیز لګولی او د یاد بانک اجازه نه لري چې د یاد ویروس تر له منځه تلو تر مهاله پورې کوم بهرني هېواد ته سفر وکړي.

همدارنګه په دې غونډه کې بېړنۍ کمېټې پرېکړه وکړه چې د دغه بانک په اډانه کې تر ډېرو اړینو غونډو پرته پر نورو هر ډول غونډو چې زیات کسان په کې را ټولېږي بندیز ولګول شي.

په پام کې ده چې د افغانستان بانک بېړنۍ کمېټه به د خپلو کارکوونکو او مراجعینو لپاره د یاد ویروس د مخنیوي لپاره یو شمېر نور اړین تدبیرونه هم ونیسي چې په دغو تدبیرونو کې به د بانک کارکوونکو او مراجعینو د روغتیایي وضعیت د چک او کنترول لپاره د ترمامترونو رانیول، د برېښنایي حاضرۍ د بڼۍ بدلون او نور اړین تدبیرونه شامل وي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک په بیړنۍ کمېټه کې چې نوې رامنځته شوې ده، د افغانستان بانک د ټولو ناظر، د عمومي خدمتونو، مالي او محاسبې، بانکي عملیاتو، مالي خدمتونو د پراختیا او بشري سرچینو آمریتونه شامل دي چې د بشري سرچینو د معاشونو او امتیازونو مدیر د دې کمېټې د منشي دنده پر غاړه لري.

 

Latest news

Wed, Jul 09 2025 12:44 PM
Background image

IFSB 23rd Annual Meeting in Rabat, Morocco

The Acting Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, along with his accompanying delegation, participated in the 23rd annual meeting of the Islamic Financial Services Board. . .

Sun, Jun 29 2025 5:38 PM
Background image

DAB Governor Departs for Morocco to Attend IFSB Annual Session

June 29, 2025– The Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, and his accompanying delegation have left the country to attend the annual session of the Islamic Financial Services. . .

Sat, Jun 28 2025 3:47 PM
Background image

First Deputy Governor Holds Meeting with AACC President

June 28, 2025 – Sediqullah Khalid, the First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank, met with Jeffrey Grieco, the president of the Afghan-American Chamber of Commerce (AACC), in his. . .

BACK TO NEWS