د کرونا ویروس د مخنیوي په اړه د افغانستان بانک د بېړنۍ کمېټې دویمه غونډه

Mpoya
Mon, Mar 23 2020 9:49 AM
1

کابل، د ۱۳۹۹ کال د وري ۳ مه – د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي او دغه راز د دې ویروس په اړه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون د طرزالعمل په اړه د افغانستان بانک د بېړنۍ کمېټې دویمه غونډه جوړه شوه.

دا غونډه چې د افغانستان بانک د دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي په مشرۍ جوړه شوې وه، د افغانستان بانک د بېړنۍ کمېټې په لومړنۍ غونډه کې اړوندو څانګو ته د سپارل شویو دندو په اړه راپور وړاندې شو.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک دویم مرستیال د اړوندو څانګو له مسئولینو مننه وکړه چې ورسپارل شوې چارې په ښه ډول ترسره کړې دي.

باید وویل شي چې په دې غونډه کې د کرونا ویروس د مخنیوي په اړه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون له لوري په جوړ شوي طرزالعمل هم خبرې وشوې او اړوندو څانګو  ته دنده وسپارل شوه چې له یاد طرزالعمل سره سم اړوندې چارې برابرې او په اړه یې برابر شوی راپور راتلونکې غونډه کې وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک د خپلو کارکوونکو او مراجعینو لپاره د کرونا ویروس څخه د مخنیوي لپاره اړین تدبیرونه نیولي دي.

Latest news

Wed, Jul 09 2025 12:44 PM
Background image

IFSB 23rd Annual Meeting in Rabat, Morocco

The Acting Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, along with his accompanying delegation, participated in the 23rd annual meeting of the Islamic Financial Services Board. . .

Sun, Jun 29 2025 5:38 PM
Background image

DAB Governor Departs for Morocco to Attend IFSB Annual Session

June 29, 2025– The Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, and his accompanying delegation have left the country to attend the annual session of the Islamic Financial Services. . .

Sat, Jun 28 2025 3:47 PM
Background image

First Deputy Governor Holds Meeting with AACC President

June 28, 2025 – Sediqullah Khalid, the First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank, met with Jeffrey Grieco, the president of the Afghan-American Chamber of Commerce (AACC), in his. . .

BACK TO NEWS