د بانک د کارکوونکو د کاري رژيم د ټاکلو په موخه د افغانستان بانک بېړنۍ کمېتې غونډه ترسره کړه

Mpoya
Sun, May 31 2020 8:24 AM
0

کابل، ۱۳۹۹ د غبرګولي ۱۰ – د افغانستان بانک د بېړنيو حالاتو کمېټې چې د افغانستان بانک د دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي په مشرۍ پر مخ وړل کېده، غونډه ترسره کړه. د غونډې په اوږدو کې د عامې روغتیا د وزارت د لارښوونو په پام کې نیولو سره په کرونا ویروس د بانک د کارکوونکو له اخته کیدو څخه د مخنیوي په موخه د کاري رژیم د تنظیم له کړنلارې سره سم د افغانستان بانک د کارکوونکو د کاري وختونو د ټاکلو په اړه خبرې وشوې. په پیل کې د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي د کار د رژیم د تنظیم له کړنلارې سره سم د کاري وختونو د ټاکلو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې کاري وختونه باید داسې تنظیم شي چې د افغانستان بانک د بنسټیزو دندو په ترسره کولو کې خنډ واقع نه شي او بانکي خدمتونه هم په عادي توګه ترسره شي. د غونډې په پای کې، د افغانستان بانک دویم مرستیال آمرینو او د بېړنۍ کمېټې غړو ته لارښوونه وکړه څو د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کابینې له پریکړې سره سم د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د بشري منابع د لوی آمریت په همغږۍ خپل کاري رژیم تنظیم او له هغه سره سم عمل وکړي. د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د بېلابېلو شعبو آمرینو هم د موضوع په اړه بحث او نظرونه سره شریک کړل او په پای کې د موضوع په اړه لازمه پریکړه وشوه.

Latest news

Wed, Jul 09 2025 12:44 PM
Background image

IFSB 23rd Annual Meeting in Rabat, Morocco

The Acting Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, along with his accompanying delegation, participated in the 23rd annual meeting of the Islamic Financial Services Board. . .

Sun, Jun 29 2025 5:38 PM
Background image

DAB Governor Departs for Morocco to Attend IFSB Annual Session

June 29, 2025– The Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, and his accompanying delegation have left the country to attend the annual session of the Islamic Financial Services. . .

Sat, Jun 28 2025 3:47 PM
Background image

First Deputy Governor Holds Meeting with AACC President

June 28, 2025 – Sediqullah Khalid, the First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank, met with Jeffrey Grieco, the president of the Afghan-American Chamber of Commerce (AACC), in his. . .

BACK TO NEWS