د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه

Mpoya
Tue, Jul 21 2020 5:38 PM
د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه

د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۳۱ مه – د افغانستان بانک د سرپرست ښاغلي اجمل احمدي په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې بانکي خدمتونو او محصولاتو ته د خلکو په لاسرسي، د بانکونو له لوري د باکیفیته خدمتونو په وړاندې کولو، د افغانستان د اداینو په سیستم او د بریښنایی بانکدارۍ پر محصولاتو، په بازار کې د لیټراف کريډیټونو لپاره تقاضا، د بانکونو تر منځ په تخنیکي همکاریو او په دې سکتور د قانون جوړونکي او څارونکي په توګه د افغانستان بانک پر نقش او د مالي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې پر شته ستونزو خبرې وشوې.

په پیل کې د سوداګریزو بانکونو استازو هر یو په خپل نوبت سره معلومات وړاندې کړل او په دې اړه یې خپلې ستونزې د افغانستان بانک له رهبرۍ سره شریکې کړې.

تر هغې وروسته د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي یادونه وکړه چې د افغانستان بانک د هېواد د مالي او بانکي نظام برخو کې د اصلاحاتو رامنځته کولو ته ژمن دی او هڅه کوي چې د بانکوالۍ د قانون په چوکاټ کې د دې نظام د سلامت لپاره کار وکړي.

Latest news

Wed, Jul 09 2025 12:44 PM
Background image

IFSB 23rd Annual Meeting in Rabat, Morocco

The Acting Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, along with his accompanying delegation, participated in the 23rd annual meeting of the Islamic Financial Services Board. . .

Sun, Jun 29 2025 5:38 PM
Background image

DAB Governor Departs for Morocco to Attend IFSB Annual Session

June 29, 2025– The Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, and his accompanying delegation have left the country to attend the annual session of the Islamic Financial Services. . .

Sat, Jun 28 2025 3:47 PM
Background image

First Deputy Governor Holds Meeting with AACC President

June 28, 2025 – Sediqullah Khalid, the First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank, met with Jeffrey Grieco, the president of the Afghan-American Chamber of Commerce (AACC), in his. . .

BACK TO NEWS