د افغانستان بانک ته د عبدالغفار داوی د قضیې راتلل

Mpoya
Tue, Jul 28 2020 4:28 PM
د افغانستان بانک ته د عبدالغفار داوی د قضیې راتلل

۱۳۹۹ د زمري ۷- د کابل بانک کړکیچ د فساد له هغو سترو قضیو څخه ګڼل کیږي چې له امله یې ډېری شمېر افغانانو خپلې پانګې له لاسه ورکړي دي. دا کړکیچ د افغانستان د بانکوالۍ سکتور ته یوه ستره ضربه ده.

د کابل بانک قضیه چې د قضیو د څېړنې د یو خپلواک کمېسیون لخوا څېړل شوې او ټولې له لاسه وتلې پانګې لا تر اوسه راټولې شوي نه دي او د افغانستان بانک، د کابل بانک قضیه د هغه ټولو موضوعاتو تر رسیدګۍ پورې له حقوقي او قانوني پلوه څېړي او تعقیبوي.

د کابل بانک د یو ونډه لرونکي په توګه د ښاغلي عبدالغفار داوي ګډون د دې قضیې له سترو مواردو څخه ګڼل کیږي. ښاغلی داوي د پورونو د نه ورکولو له امله په بند محکوم شوی دی. حال دا چې په ولسي جرکه کې د هلمند د خلکو استازي ښاغلی کریم اتل څو ځلې بانک ته مراجعه کړې او د ښاغلي داوي په قضیه باندې یې د خبرو کولو ټینګار درلوده.

له هغه ځایه چې د ښاغلي عبدالغفار داوي قضیه یوه حقوي قضیه ده او هغه په زندان کې شپې او ورځې تیروي، د افغانستان بانک د لوی ریاست سرپرست ښاغلی اجمل احمدي د ښاغلي داوي له مدافع وکیل او د افغانستان بانک حقوقي ټیم سره د یوې غونډې په تنظیم هوکړه کړې وه څو دا قضیه وڅېړي.

له بده مرغه، پرون سهار ښاغلي کریم اتل د افغانستان بانک ته راغلی ؤ او له کوم مخکیني خبر پرته یې ښاغلی عبدالغفار داوي هم له ځانه سره د افغانستان بانک د لوی ریاست د سرپرست ښاغلي اجمل احمدي دفتر ته راوستلای وو. ښاغلي اجمل احمدي له ښاغلي کریم اتل څخه وغوښتل څو له ښاغلي کریم اتل سره یوازې غونډه ترسره کړي او له ښاغلي داوي وغوښتل شو څو غونډه پریږدي چې د ښاغلي اجمل احمدي دا غوښتنه د ښاغلي کریم اتل له توند غبرګون سره مخ شوه.

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي عبدالغفار داوي بندي دی، د کابل بانک په تړاو د هغه قضیه په محکمو کې تر څېړنې لاندې ده او د ښاغلي اجمل احمدي دفتر ته له کوم مخکینۍ همغږۍ پرته راغلي ؤ.

د افغانستان بانک د قضیې له اړخونو څخه غوښتنه کوي څو د دې موضوع حقوقي او قانوني پروسه تعقیب کړي او د تصمیم نیولو په پرسه کې له نفوذه ډډه وکړي. د افغانستان بانک مشرتابه پلاوی د ملي شورا او ولسي جرګې ښاغلو غړو ته درناوی کوي او دا خبرتیا یوازې له خلکو او رسنیو سره د حقایقو او د بې بنسټه راپورونو د خپرولو د مخنیوۍ لپاره شریکوي څو د افغانستان خلک پوه شي چې یو شمېر اشخاص غواړي د کابل بانک په قضیه کې د تصمیم نیولو بهیر له خپل نفوذ لاندې راولي. 

Latest news

Wed, Jul 09 2025 12:44 PM
Background image

IFSB 23rd Annual Meeting in Rabat, Morocco

The Acting Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, along with his accompanying delegation, participated in the 23rd annual meeting of the Islamic Financial Services Board. . .

Sun, Jun 29 2025 5:38 PM
Background image

DAB Governor Departs for Morocco to Attend IFSB Annual Session

June 29, 2025– The Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, and his accompanying delegation have left the country to attend the annual session of the Islamic Financial Services. . .

Sat, Jun 28 2025 3:47 PM
Background image

First Deputy Governor Holds Meeting with AACC President

June 28, 2025 – Sediqullah Khalid, the First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank, met with Jeffrey Grieco, the president of the Afghan-American Chamber of Commerce (AACC), in his. . .

BACK TO NEWS