د افغانستان بانک، افغان پُست او د افغانستان د بانکونو ټولنې ترمنځ له نمایندګۍ پرته د بانکي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د درې اړخیزه هوکړه لیک لاسلیکول

Mpoya
Mon, Sep 07 2020 9:18 PM
د افغانستان بانک، افغان پُست او د افغانستان د بانکونو ټولنې ترمنځ له نمایندګۍ پرته د بانکي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د درې اړخیزه هوکړه لیک لاسلیکول

د ۱۳۹۹ کال د وږي د میاشتې په ۱۷ نېټه نن دوشنبې د افغانستان بانک، افغان پُست او د افغانستان د بانکونو ټولنې ترمنځ درې اړخیزه هوکړه لیک لاسلیک شو. د دې هوکړه لیک بنسټیزه موخه له نمایندګۍ پرته  بانکي خدمتونو ته د عامه خلکو د لاسرسۍ په موخه د لازمه اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې همکاري ده.

د افغانستان بانک د لوی ریاست سرپرست ښاغلي اجمل احمدی لپاره تر ټولو مهمه موضوع د بانکي خدمتونو او د ډیجټلي اداینو د زیاتیدو له لارې د مالي خدمتونو پراختیا ده. د دې هوکړه لیک لاسلیکول د افغانستان بانک،یادې موخې ته د رسیدو لپاره یو ګام نږدې کوي. د دې هوکړه لیک پر بنسټ بانکونه کولای شي د افغان پُست شرکت د شعبو(پُسته خانو) په کارولو سره په ټول هېواد کې بانکي خدمتونه وړاندې کړي. افغان پُست یو دولتي اداره ده چې په ټول هېواد کې له ۴۵۰ څخه د زیاتو پُستي نمایندګیو له لارې پُستي خدمتونه وړاندې کوي. دا اداره به له بانکونو سره په هوکړه لیک کې درج شوې معاملې د بانکي قوانینو او مقرراتو په رڼا کې ترسره کوي.

د دې هوکړه لیک سمدستي ګټې عبارت دي له:

د هېواد په ډېری سیمو کې د یوې بانکي نمایندګۍ درلودلو لپاره تر ټولو لنډه او سمدستي لار؛

د دې پر ځای چې د ولایت مرکز ته سفر وکړئ، د ولایتونو په ډېری سیمو کې د ښوونکو د معاشونو د ورکړې ظرفیت؛

په ټول هېواد کې د پورونو د وړاندې کولو لپاره تر ټولو لنډه لار؛

Latest news

Wed, Jul 09 2025 12:44 PM
Background image

IFSB 23rd Annual Meeting in Rabat, Morocco

The Acting Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, along with his accompanying delegation, participated in the 23rd annual meeting of the Islamic Financial Services Board. . .

Sun, Jun 29 2025 5:38 PM
Background image

DAB Governor Departs for Morocco to Attend IFSB Annual Session

June 29, 2025– The Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, and his accompanying delegation have left the country to attend the annual session of the Islamic Financial Services. . .

Sat, Jun 28 2025 3:47 PM
Background image

First Deputy Governor Holds Meeting with AACC President

June 28, 2025 – Sediqullah Khalid, the First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank, met with Jeffrey Grieco, the president of the Afghan-American Chamber of Commerce (AACC), in his. . .

BACK TO NEWS