د افغانستان بانک له بین البانکي سیستم (ATS) سره د مالیې وزارت د افمس سیستم (AFMIS) د نښلولو د هوکړه لیک لاسلیک

Mpoya
Sun, Jun 27 2021 1:03 PM
د افغانستان بانک له بین البانکي سیستم (ATS)سره د مالیې وزارت د افمس سیستم(AFMIS) د نښلولو د هوکړه لیک لاسلیک

۱۴۰۰ چنګاښ ۶ مه – د افغانستان بانک د اداینو په برخه کې د  آسانتیاوو او اړینو سمونونو د رامنځته کولو په لړ کې او په دې برخه کې د دندو او صلاحیتونو د وضاحت لپاره د مالیې وزارت له افمس سیستم سره د بین البانکي اداینو سیستم نښلولو هوکړه لیک د مالیې له محترم وزارت سره لاسلیک کړ.

د دې هوکړه لیک له لاسلیک موخه د ادارې د چارو د غوره والي لپاره د پولي معاملو د لېږد اغیزناک مدیریت، د معاشونو د اداینې په برخه کې روڼتیا، د بین البانکي لګښتونو او لېږدونو ښه مدیریت له اداینیزو معاملو څخه په وخت د راپور ورکول، د وخت له ضایع کېدو مخنیوی، د چک او برېښنایي اداینو په برخه کې د لګښتونو راکمول او د دواړو ادارو تر منځ د لا زیاتې همکارۍ د چوکاټ رامنځته کول دي.

د افغانستان بانک ژمن دی چې د دولت، خصوصي سکتور او خلکو لپاره معیاري خدمتونه وړاندې کړي او له همدې کبله تل هڅه کوي چې د نړۍ پر ټولو منل شویو معیارونو برابرې چوپړتیاوې وړاندې کړي.

د ادارو تر منځ د اداینو د سیستمونو نښلول کولای شي چې د چارو د ګړندیتوب لامل شي له اداري فساد څخه مخنیوی وکړي، اداینې معیاري کړي او په ټول کې یو  وړ، اغیزناک، پیاوړی او سالم مالي سیستم رامنځته کړي.

Latest news

Wed, Jul 09 2025 12:44 PM
Background image

IFSB 23rd Annual Meeting in Rabat, Morocco

The Acting Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, along with his accompanying delegation, participated in the 23rd annual meeting of the Islamic Financial Services Board. . .

Sun, Jun 29 2025 5:38 PM
Background image

DAB Governor Departs for Morocco to Attend IFSB Annual Session

June 29, 2025– The Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, and his accompanying delegation have left the country to attend the annual session of the Islamic Financial Services. . .

Sat, Jun 28 2025 3:47 PM
Background image

First Deputy Governor Holds Meeting with AACC President

June 28, 2025 – Sediqullah Khalid, the First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank, met with Jeffrey Grieco, the president of the Afghan-American Chamber of Commerce (AACC), in his. . .

BACK TO NEWS