د افغانستان بانک د سرپرست رئیس په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه

Mpoya
Tue, Nov 07 2023 3:39 PM
د افغانستان بانک د سرپرست رئیس په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه

۱۴۴۵ ربیع الثاني ۲۳ مه – د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه جوړه شوه او په کې د سوداګریزو بانکونو اړوند ستونزو، وړاندیزونو، د اسلامي بانکوالۍ  محصولاتو، صعب الحصول پورونو لپاره د میکانیزم پر جوړولو، محدودیتونو کمولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

په دې غونډه کې د سوداګریزو بانکونو استازو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د افغانستان بانک له رهبرۍ سره شریک کړل او د دې غونډې په اوږدو کې د اړوندو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحثونه تر سره شول، حل لارې وړاندې شوې او ژمنه وشوه چې پاتې نورو ته به یې تر راتلونکو غونډو رسیدنه وشي.

د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري په دې غونډه کې د سوداګریزو بانکونو استازو ته وویل چې د افغانستان بانک د قانون او مقرراتو په رڼا کې ژمن دی چې په ټولو هغو برخو کې له سوداګریزو بانکونو سره پوره همکاري وکړي چې د درنو هېوادوالو لپاره د آسانتیا رامنځته کولو په موخه رامنځته کېږي.

باید وویل شي په یاده غونډه کې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي صدیق الله خالد هم ګډون درلود، نوموړي په سوداګریزو بانکونو کې د خلکو پر امانتونو د محدودیتونو د کچې راکمولو اړوند او مندرسو بانکنوټونو د تعویض موضوع په اړه مفصلې خبرې وکړې او د دې بانکونو له استازو یې وغوښتل چې د افغانستان بانک د متحدالمالونو مطابق خلکو ته پیسې ورکړي او د مندرسو بانکنوټونو د تعویض په برخه کې اړینې آسانتیاوې رامنځته کړي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د بانکي څارنې لوی آمر ښاغلي عبدالرحمن قانت هم حضور درلود او د بانکي څارنې اړوند د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې د افغانستان بانک له لوري په سوداګریزو بانکونو د څارنې په اړه رڼا واچوله او په دې برخه کې یې په لا زیاتو هلو ځلو ټينګار وکړ.

Latest news

Sun, Apr 05 2026 2:52 PM
Background image

DAB Holds Supreme Council Meeting

April 05, 2026- The meeting of the Supreme Council of Da Afghanistan Bank (DAB) was chaired by Noor Ahmad Agha, Head of the Council, with members in attendance, and discussed monetary. . .

Mon, Jan 12 2026 10:20 AM
Background image

DAB Holds Meeting on Expanding Electronic Payments, Digital Revenue Collection

January 11, 2026- First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank (DAB) Sediqullah Khalid chaired a meeting with officials and representatives of the Association of Electronic Money and. . .

Mon, Jan 05 2026 4:29 PM
Background image

DAB First Deputy Governor Chairs Meeting with Heads of Commercial Banks

A meeting with the Afghanistan Banks Association (ABA) and the heads of commercial banks was held with the First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank (DAB), Sediqullah Khalid, on the. . .

BACK TO NEWS