د الکترونیکي بانکوالۍ د پراختیا په موخه د غونډې جوړېدل

Mpoya
Sun, Jan 28 2024 2:16 PM
د الکترونیکي بانکوالۍ د پراختیا په موخه د غونډې جوړېدل

د ۱۴۴۵ کال د رجب المرجب ۱۶ مه – د افغانستان بانک د سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري په مشرۍ د الکترونیکي بانکوالۍ د پراختیا غونډه جوړه شوه.

په دغه غوونډه کې د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس د برېښنایي بانکوالۍ پر ارزښت خبرې وکړې او دا بانکوالي یې د ننني عصر غوښتنه یاده کړه، نوموړي د افغانستان بانک د اړوندو برخو له کارکوونکو وغوښتل چې د دې بانکوالۍ د پراختیا او پرمختګ لپاره په ټول توان هڅه وکړي او له دې لارې درنو هېوادوالو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي.

ورپسې د افغانستان بانک د اداینو سیستم (APS) لوی آمریت کارکوونکو په ذکر شوې برخه کې د رامنځته شوو پرمختګونو په اړه معلوماتي پریزنټیشن شریک کړ او د ګډونوالو تر منځ د الکترونیکي بانکوالۍ د پراختیا په موخه د نظرونو تبادله تر سره شوه.

د دې غونډې جمع بندي د افغانستان بانک د پالیسۍ ستر سلاکار ښاغلي معراج محمد معراج وکړه، نوموړي د الکترونیکي بانکوالۍ په برخه کې را منځته شوي پرمختګونه وستایل او په دې برخه کې د پرمختګ لپاره یې د اړوندو ادارو تر منځ په لا ډېره همغږۍ او د تخنیکي ناستو په زیاتوالي ټینګار وکړ.

Latest news

Sun, Jun 29 2025 5:38 PM
Background image

DAB Governor Departs for Morocco to Attend IFSB Annual Session

June 29, 2025– The Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, and his accompanying delegation have left the country to attend the annual session of the Islamic Financial Services. . .

Sat, Jun 28 2025 3:47 PM
Background image

First Deputy Governor Holds Meeting with AACC President

June 28, 2025 – Sediqullah Khalid, the First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank, met with Jeffrey Grieco, the president of the Afghan-American Chamber of Commerce (AACC), in his. . .

Tue, Jun 03 2025 4:55 PM
Background image

Afghanistan Institute of Banking and Finance Officially Reopened

June 3, 2025 – Sediqullah Khalid, the first deputy governor of Da Afghanistan Bank, officially reopened the Afghanistan Institute of Banking and Finance (AIBF).

Speaking at the. . .

BACK TO NEWS