د افغانستان بانکي او مالي انستیتوت د بیا فعالېدو په اړه غونډه جوړه شوه

Mpoya
Mon, Sep 09 2024 4:45 PM
۱۴۴۶ د ربیع الاول ۶ مه – د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ د افغانستان د بانکي او مالي انستیتوت د سهمدارانو، مسفا ادارې او د افغانستان د بانکونو ټولنې د اجرائیوي رئیس په ګډون غونډه جوړه شوه.

۱۴۴۶ د ربیع الاول ۶ مه – د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ د افغانستان د بانکي او مالي انستیتوت د سهمدارانو، مسفا ادارې او د افغانستان د بانکونو ټولنې د اجرائیوي رئیس په ګډون غونډه جوړه شوه.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد د دې انستیتوت بیا فعالېدنه د خورا ارزښت وړ یاده کړه، نوموړي زیاته کړه دا چې د افغانستان بانک غواړي، ترڅو په هېواد کې اسلامي بانکوالۍ ته پراختیا ورکړي، نو د دې انستیتوت بیا فعالیدنه به وکولای شي چې د بانکونو د کارکوونکو د وړتیاوو او پوهې په لوړولو کې مهم رول تر سره کړي.

ښاغلي صدیق الله خالد وویل، د افغانستان بانک ژمن دی چې د بانکي سکتور د ټینګښت او درنو هېوادوالو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره په ټولو برخو کې اړینې آسانتیاوې رامنځته کړي، د نوموړي په خبره د دې انستیتوت د بیا فعالیدو پرېکړه هم د همدې موخې لپاره تر سره شوې ده.

باید وویل شي چې په دې غونډه کې د یاد انستیتوت د مالي تمویل، ښوونیزو پروګرامونو، تشکیلاتي جوړښت، عوایدو او لګښتونو، پالیسیو، کړنلارو، له کورنیو او بهرنیو اکاډمیکو مرکزونو سره پر اړیکو ټینګولو، تخنیکي همکاریو، سالم رقابت رامنځته کولو، معلوماتو او تجربو پر شریکولو، معیاري ښونیزو خدمتونو پر وړاندې کولو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو هم بحثونه تر سره شول.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د یاد انستیتوت د اساسنامې جوړولو لپاره یوه کمېټه و ټاکل شوه، ترڅو د اساسنامې تر جوړولو وروسته د هغې په رڼا کې فعالیتونه تر سره کړي.

Latest news

Wed, Jul 23 2025 4:50 PM
Background image

DAB Reports on Major Achievements, Performances Over Past Year

July 23, 2025 Officials from Da Afghanistan Bank (DAB) presented the institution’s key achievements over the past year during the Government Accountability to the Nation program at. . .

Wed, Jul 09 2025 12:44 PM
Background image

IFSB 23rd Annual Meeting in Rabat, Morocco

The Acting Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, along with his accompanying delegation, participated in the 23rd annual meeting of the Islamic Financial Services Board. . .

Sun, Jun 29 2025 5:38 PM
Background image

DAB Governor Departs for Morocco to Attend IFSB Annual Session

June 29, 2025– The Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, and his accompanying delegation have left the country to attend the annual session of the Islamic Financial Services. . .

BACK TO NEWS