د تش بست خبرتیا

Mpoya
Sun, Jan 11 2026 5:03 PM
د تش بست خبرتیا

Publish Date

Closing Date

د دندې عنوان: د مالي او پانګه ایزو حسابونو د احصائیې ارشد آفیسر

آمریت: د پولي سیاست لوی آمریت

گرېډ: اووم) ۷(

د پیل نېټه: ۱۴۴۷ د رجب المرجب ۲۰

د پای نېټه: ۱۴۴۷د شعبان المظم  ۴

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسوولیتونه:

له اړونده کړنلارې سره سم د چارو له ترسره کولو څخه ډاډ ترلاسه کول، د موضوعاتو تحلیل، د حل لارو ترلاسه کول او له مخې یې مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته راپور ورکول؛

له مستقیم مدیر سره د تقنیني او اداري اسنادو لکه مقرراتو، لوایحو، پلانونو او ستراتیژیانو، تګلارو، کاري کړنلارو او د پولي سیاست آمریت د فورمو په طرحه، تسوید، تعدیل او طی مراحلو کې همکاري کول؛

له اړوندو برخو سره د کاري بهیر په آسانتیا په ځانګړې توګه د اړوندو کارونو د ترسراوي په موخه د اړیکې او همغږۍ درلودل؛

د مالي او پانګه ایزو حسابونو د برخې د احصائیوي ارقامو راټولول؛

له بېلابېلو سرچینو څخه د ارقامو ټاکل او پرتله کول او د اړوندو ستونزو حلول؛

په یو مشخص جدول کې د راټولو شوو ارقامو ترتیبول؛

د مالي او پانګه ایزو حسابونو د اړوندو ارقامو تحلیل؛

د کاري ظرفیت د لوړولو په موخه په سیمینارونو، کنفرانسونو او روزنیزو پروګرامونو کې ګډون؛

د آمرینو له لورې د غوښتل کېدونکو پریزینټېشنونو ترتیبول او جوړول؛

د اغېزناکې او دقیقې مراجعې او اقدام په پام کې نیولو سره پر ټاکلي وخت د اداري مکتوبونو، وړاندیزونو، پوښتنلیکونو او نورو اداري لیکونو لیکل او تعقیبول؛

په دقیق او منظم ډول د هارډ او سافټ کاپي په بڼه په دوسیو او کارتنونو کې د مکتوبونو، وړاندیزونو، پوښتنلیکونو او نورو اداري لیکونو تنظیمول او ساتل؛

د میاشتنیو، ربعوارو او کلنیو راپورونو راټولول، یوځای کول او مستقیم مدیر ته یې لېږل؛

د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛

د نورو هغو دندو او مسوولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړو مقاماتو له لارښوونې سره سم د لایحې او مقرراتو له مخې سپارل کېږي.

د زده کړې درجه:

د اقتصاد، بانکوالۍ او مالي، سوداګریزې ادارې، عامه ادارې او پالیسۍ په برخو کې د لیسانس درلودل.

 تجربه:

د دندې اړوند (2) کاله کاري تجربه

مهارتونه او وړتیاوې

د هېواد له رسمي ژبو او انګلیسي ژبې سره بلدتیا

د مدیریتي مهارتونو درلودل

له کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا

د بانکي قوانینو او مقرراتو سره بلدتیا

د لیکونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکنې وړتیا

د پروپوزلونو د لیکنې او د پروژو د مدیریت وړتیا

په خبرو کې فصاحت او بلاغت او د دندې د محرمیت ساتنه

د کاري مسوولیتونو درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندنه

د افغانستان بانک د موخو او دندو او د بانکي او مالي قوانینو او مقرراتو څخه پوهاوی

د هیواد د اقتصاد په ځانګړې توګه د بانک د کُلي سیاستونو اړوند موضوعاتو د تحلیل وړتیا

په عملیاتي چارو کې د معلوماتو درلودل

شخصي صفتونه او ارزښتونه

 رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسوولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

  درخواست کوونکي کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښې بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.

د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.