د تش بست خبرتیا

Mpoya
Sun, Jun 21 2026 2:58 PM
د تش بست خبرتیا

Publish Date

Closing Date

د دندې عنوان: د مالي ثبات غړی

آمریت: د بانکي څارنې او مالي خدمتونو لوی آمریت

گریډ: اتم (۸)

د پیل نېټه: ۱۴۴۸ محرم الحرام ۵

د پای نېټه: ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۹

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسئولیتونه

• د مالي ثبات د راپورونو په ترتیب او چمتو کولو کې همکاري او ونډه اخیستل؛

• له عمومي پلان سره سم د میاشتنیو، درې میاشتنيو او کلنيو کاري پلانونو پلي کول او د اړتیا په صورت کې له مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر سره د اړوندو اداري او تقنیني سندونو په تعدیل کې همکاري کول؛

• د اړتیا په صورت کې د پالیسیو، مقررو، لایحو، کړنلارو، معیاري فورمو او لنډمهاله او ستراتیژیکو پلانونو په پراختیا کې همکاري کول؛

• د مالیې وزارت او د مالي ثبات کمېټې له نورو غړو سره په همکارۍ د کړکېچ مدیریت لپاره د احتمالي او عملیاتي پلان په چمتو کولو او ترتیبولو کې له مستقیم مدیر سره همکاري کول؛

• د بانکونو د مالي راپورونو په بیاکتنه او شننه کې همکاري او برخه اخیستل؛

• په افغانستان او سیمه کې د مالي سکتور د وضعیت مطالعه او شنل او مستقیم مدیر ته یې راپور ورکول؛

• د لازم لیدلو په صورت کې د مالي ثبات کمېټې د مقرراتي چوکاټ په بیاکتنه، چمتو کولو او تعدیل کې همکاري کول؛

• د اړوندو کړنلارو په پام کې نیولو سره د مالي ثبات مدیریت د کلني راپور په ترتیب او چمتو کولو کې همکاري او برخه اخیستل او په ترسره کولو کې یې ونډه اخیستل؛

• د مالي سلامتیا شاخصونو د راپور په شنلو او چمتو کولو کې همکاري کول او د هېواد د بانکي سکتور د وضعيت په اړه مخکينۍ خبرتیا او پر وخت خبر ورکول او مستقيم مدير ته د هغه لېږل؛

• د مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر له لارښوونې سره سم مکتوبونو ته ځواب ویل او د وړاندیزونو، یاددښتونو او نورو اړینو لیکونو چمتو کول؛

• د اړوندې برخې له مستقیم مدیر سره د راپورونو د موندنو په اړه د معلوماتو شریکول؛

• د هېواد دننه او بهر په هغو روزنیزو پروګرامونو کې برخه اخیستل چې د افغانستان بانک یا د مالي ثبات کمېټې لخوا اړین وګڼل شي؛

• د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛‏

• د نورو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړو پوړو چارواکو له لارښوونې سره سم د لایحې او مقرراتو له مخې سپارل کېږي

د زده کړو کچه:

• په اقتصاد، مالي او بانکوالۍ، اداره او سوداګرۍ او یا محاسبه کې لیسانس او په پورتنیو برخو کې د ماسټرۍ سند لرونکي ته لومړیتوب ورکول کېږي

تجربه:

د دندې اړوند درې (۳) کلنه کاري تجربه.

مهارتونه او وړتیاوې:

• له ملي ژبو او انګلېسي سره بلدتیا؛

• د مدیریتي مهارتونو درلودل؛

• له کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا؛

• له بانکي قوانینو او مقرراتو سره بلدتیا؛

• له مالي مؤسسو، له پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې له مبارزې، معیارونو او نړېوالو تړونونو سره بلدتیا؛

• د کاري مسئولیتونه درکول او په کاري ساحو کې د ستونزو په ګوته کول؛

• د دندې د محرمیت ساتل؛

• د افغانستان بانک د دندو او موخو په اړه د پوهې درلودل؛

• په خبرو کې فصاحت او بلاغت؛

• د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا؛

• د پروپوزلونو د ترتیبولو وړتیا درلودل.

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

• رښتینی، د نیک چلند خاوند، د متقابل درناوي لرونکی، نوښتګر، بادسپلین، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

• مینه وال او غوښتونکي کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.

• د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.