د تش بست خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د دندې عنوان: د ټکنالوژۍ څارونکی او پراختیا ورکوونکی
آمریت: د بانکي څارنې او مالي خدمتونو لوی آمریت
گریډ: اتم (۸)
د بستونو شمېر: دوه (۲)
د پیل نېټه: ۱۴۴۸ محرم الحرام ۵
د پای نېټه: ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۹
د ګمارنې ډول: دایمي
دندې او مسئولیتونه:
• له عمومي پلان سره سم د میاشتنیو، درې میاشتنيو او کلنيو کاري پلانونو طرحه، ترتیب او پلي کول او د اړتیا په صورت کې له مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر سره د اړوندو اداري او تقنیني سندونو په تعدیل کې همکاري کول؛
• د شبکې د پالیسیو، د شبکې د امنیت او د سوداګریزو بانکونو د سیستمونو بیاکتنه او بررسي او د منل شویو معیارونو پر بنسټ د اصلاحی نظر وړاندې کول؛
• د اداري سیستمونو او کړنلارو څارنه او ارزونه او همدارنګه د سوداګریزو بانکونو د شبکو او سیستمونو د امنیت کنټرول؛
• د اداري سیستمونو او کړنلارو څارنه او ارزونه او همدارنګه د سوداګریزو بانکونو د معلوماتو د مرکز او سیستمونو د امنیت کنټرول؛
• د سوداګریزو بانکونو د داخلي پالیسیو او کړنلارو د پلي کولو او همدارنګه د سوداګریزو بانکونو په شبکو، د شبکو په امنیت او سیستمونو پورې اړوندو قوانینو، مقررو او متحدالمالونو څارنه او بیا کتنه؛
• د سیستمونو د جوړولو لپاره د طرحې او پلان په برخه کې همکاري کول؛
• د اړتیا وړ سافټویرونو د پراختیا په موخه د اړینو معلوماتو راټولول او شنل؛
• د اړوندې برخې د مدیر او مرستیال له لارښوونو سره سم د پلان شویو سافتویرونو پراخه کول؛
• د شبکې د امنیت، د منطقي امنیت، د اپلیکېشنونو د امنیت، د بانکوالۍ د سیستمونو د امنیت او د بانک د معلوماتي ټکنالوژۍ د نورو برخو څارنه او د بانک د پېرېدونکو د معلوماتو د خوندیتوب او ښه والي په موخه د نظر وړاندې کول؛
• د فایروالونو د تنظیماتو او کړنو، د سایبري ګواښونو او بریدونو د مخنیوي او پېژندنې د سیستمونو او په سوداګریزو بانکونو کې د نورو خپلکارو فعالو برخو څارنه او ارزونه؛
• د معلوماتي ټکنالوژۍ د لوړ خطر د ساحو پېژندل، شنل او تجزیه کول او د سوداګریزو بانکونو او د هغوی د پېرېدونکو د معلوماتو له افشاء کولو او له نورو سره د شریکولو د مخنیوي په موخه د اړینو وړاندیزونو وړاندې کول؛
• په سیستمونو کې د معلوماتو د زېرمه کولو، لېږدولو او پروسس کولو د لاسرسۍ د حق، جوړښتونو او روشونو، د زېرمه کولو د ځای، د لېږد د حالت او د بانکونو د معلوماتي ټکنالوژۍ د نورو برخو څارنه او کتنه او د بانکونو د پېرېدونکو د معلوماتو د خوندیتوب او ښه والي لپاره د نظر وړاندې کول؛
• د کاروونکو د کړنو له ښه والي او کره والي او د هغو سیستمونو چې معلومات پروسس، زېرمه او لیږدوي؛ د خوندیتوب اړوند له نورو موضوعاتو څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه د سوداګریزو بانکونو د کاروونکو د بنسټیزو کړنو، د لاګونو مدیریت د سیستم د ډول او تنظیماتو څارنه او بیا کتنه؛
• د معلوماتي ټکنالوژۍ د ارزونې لاندې ساحو د پېژندنې لپاره د اړینو لارښوونو ترلاسه کول؛
• د سافټویرونو د امنیتي کچې د لوړولو او د ښو کړنو په موخه یې د پروګرامینګ د ژبو د کوډونو شنل؛
• په پروژو کې د پروګرامنګ د نوو، عصري او ډېرو کارېدونکو ژبو او طریقو کارول؛
• په سافټویرونو او معلوماتي ډېټابېسونو کې د نوو ماډیولونو جوړول؛
• مرستیال او مستقیم مدیر ته د ارزول شویو برخو د ستونزو او نیمګړتیاوو په اړه راپور ورکول؛
• د څار لاندې بانکونو له هرې اړخیزې څارنې وروسته، د څار لاندې بانکونو د پایغونډې په جوړولو کې همکاري کول؛
• د سوداګریزو بانکونو د معلوماتي ټکنالوژۍ اړوند د داخلي او خارجي پلټونکو د راپورونو او د تنفیذي اقداماتو بیاکتنه او ارزونه؛
• د مستقیم مدیر او واک لرونکی آمریت له لارښوونو سره سم د اسنادو د مدیریت په سیستم کې د څارنیزو سندونو راټولول او ساتنه؛
• د اړوندې برخې مدیر او مرستیال ته د څار لاندې برخو د کړنو او راپورونو وړاندې کول او د لا ښه والي لپاره د اړینو لارښوونو ترلاسه کول؛
• په پروژو کې د پرمختللو او نویو سافټویرونو کارول؛
• د ستونزو د رامنځته کېدو په صورت کې د بانکي څارنې او مالي خدمتونو د لوی آمریت د سافټویرونو تخنیکي ملاتړ؛
• د معلوماتو د راټولولو او شنلو په موخه د اړوندې برخې له مدیر او مرستیال سره همغږي کول؛
• د کاري پلان او کاري راپور ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته یې وړاندې کول؛
• د نورو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړو مقاماتو له لارښوونو سره سم د لایحې او مقرراتو له مخې ورسپارل کېږي.
د زده کړې کچه:
• په کمپیوټر ساینس، سافټویر انجنیرۍ او د معلوماتي ټکنالوژۍ په نورو اړوندو برخو کې د لیسانس درلودل او په یادو برخو کې د ماسټرۍ سند لرونکي ته لومړیتوب ورکول کېږي.
تجربه:
لږ تر لږه د دندې اړوند درې (۳) کلنه کاري تجربه.
مهارتونه او وړتیاوې
• د هېواد له رسمي ژبو او انګلیسي سره بلدتیا؛
• د معلوماتي سیستمونو د ارزونې او د آی ټي خطرونو د مدیریت ځانګړو پروګرامونو (CISA، CEH، CISM، CRISC) پېژندنه او بلدتیا؛
• د بانکي سیستمونو د معلوماتي ډېټابېسونو د مدیریت پروګرامونو (Oracle، SQL Server، MySQL ) پېژندنه او بلدتیا؛
• له کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا؛
• د مدیریتي مهارتونو درلودل؛
• له بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا؛
• د بانکي قوانینو او مقرراتو، مالي مؤسسو، د پیسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې، نړیوالو معیارونو او تړونونو پېژندنه او بلدتیا؛
• د کاري مسوولیت درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندل؛
• د دندې محرمیت ساتل؛
• د مرکزي بانک د دندو او موخو په اړه پوهاوی درلودل؛
• په خبرو کې فصاحت او بلاغت لرل؛
• د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا؛
• د پروپوزلونو د لیکلو او د پروژو د مدیریت کولو وړتیا.
شخصي صفتونه او ارزښتونه:
رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
یادونه:
• درخواست کوونکی کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.
• د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.
• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.