د تش بست خبرتیا

Mpoya
Tue, Sep 29 2026 10:41 AM
اعلان بست خالی

Publish Date

Closing Date

د دندې عنوان: د مارکیټ ریسک د ارزونې مدیر

آمریت: د ریسک ادارې او د قانون رعایتولو لوی آمریت

گرېډ: اتم (۸)

د پیل نېټه: ۱۴۴۸ د ربیع الثاني ۱۴

د پای نېټه: ۱۴۴۸ د ربیع الثاني ۲۸

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسوولیتونه:

• د اړوندې څانګې د چارو مدیریت، څارنه، کنټرول او ارزونه او د کار اغېزناکتیا او مولدیت زیاتول؛

• د پالیسیو، مقرراتو، کړنلارو، معیاري سیستمونو او د پلانونو د طرحې، ترتیب، پراختیا او تطبیق په برخو کې همکاري کول؛

• د افغانستان بانک د ریسک مدیریت پالیسۍ او د ریسک د ارزونې چوکاټ له تطبیق څخه ډاډ ترلاسه کول؛

• د بازار د ریسک ارزونې چک لیستونو (سره زر، د تبادلې نرخ) او د مستقیم مدیر له لورې د سپارل شوو نورو فورمونو ترتیبول؛

• د ریسک پیژندنې، ارزونې او راپور ورکولو د میتودونو د ښه والي په موخه د ګټورو وړاندیزونو وړاندې کول؛

• د سرو زرو له پېرلو مخکې د ریسک ارزونه او تحلیلي راپورونه چمتو کول او د ریسک کمولو او اړوندو چارو د ښه والي په موخه اړوندو کمېټو ته د نړیوالو معیارونو سره سم د اړینو وړاندیزونو وړاندې کول؛

• د LBMA ، بلومبرګ او رویټرز په څیر له نړیوالو معتبرو سرچینو او اړوندو سیستمونو (XAU/USD) څخه په استفادې د سرو زرو د ورځني نرخ تحلیلول او د افغانستان بانک د سرو زرو د پېرلو اړه د ارزښتناک نظرونو وړاندې کول؛

• د افغانستان بانک په مالي وضعیت باندې د تبادلې نرخ او د سرو زرو د نرخ د بدلونونو د اغېز ارزول؛

• د پانګونې کمیټې د تصویبونو له مخې د افغانستان بانک د سرو زرو د بیې ټاکلو د فورمول له تطبیق څخه ډاډ ترلاسه کول؛

• د سرو زرو د پېرلو اړوند د عملیاتي ریسکونو او د کنټرول اړوندو تشو پېژندل؛

• د سرو زرو د زېرمو د بازار پر بنسټ د ارزښت اټکل (Mark-to-Market) د ورځنیو محاسبو رهبري او څارنه؛

• د اجرااتو له امله رامنځته شوو تېروتنو د پېژندلو پر مهال د هغو د اصلاح لپاره پر وخت لازم اقدامات کول او له نورو څانګو سره همکاري کول؛

• له اړوندو څانګو سره په ځانګړې توګه د سپارل شوو چارو په اړه، د اړیکو او همغږۍ ټینګول؛

• د ریسک د ثبت په کتاب (ریسک ریجستر) کې د ریسکونو پېښې او د هغې پایلې ثبتول؛

• د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکونو ترتیبول او لیکل، په ټاکلي وخت یې طی مراحل کول او په دقیق او منظم ډول په هارډ او سافټ کاپي بڼه په دوسیو او کارتنونو کې تنظیم او ساتل؛

• د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛

• د نورو هغو دندو او مسوولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړو مقاماتو له لارښوونې سره سم د لایحې او مقرراتو له مخې سپارل کېږي.

د زده کړې درجه:

• د اقتصاد، مدیریت، مالي او بانکي، اداره او سوداګري او عامه ادارې په برخو کې لږ تر لږه د لیسانس درلودل او په پورته ذکر شوو برخو کې د ماسترۍ سند ته لومړیتوب ورکول کیږي.

 تجربه:

• د دندې اړوند (۳) کاله کاري تجربه درلودل.

مهارتونه او وړتیاوې:

• په رسمي ژبو او انګلیسي کې د لوړ مهارت درلودل؛

• د مدیریتي مهارتونو درلودل؛

• له کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا؛

• له بانکي قوانینو، مقرراتو او د افغانستان بانک له دندو او موخو سره بلدتیا؛

• د وظیفوي موضوعاتو د تحلیل، د مالي موضوعاتو د تفسیر او تعبیر او د دقیقې راپور ورکونې وړتیا درلودل؛

• په خبرو کې فصاحت او بلاغت او د دندې د محرمیت ساتل؛

• د کاري مسوولیت پوهه او درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندل.

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

 رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

• درخواست کوونکی کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.

• د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.