د تش بست خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د دندې عنوان: د معلوماتي ټکنالوژۍ د ریسک د تحلیل ارشد مدیر
آمریت: د ریسک ادارې او د قانون رعایتولو لوی آمریت
گرېډ: نهم (۹)
د پیل نېټه: ۱۴۴۸ د ربیع الثاني ۱۴
د پای نېټه: ۱۴۴۸ د ربیع الثاني ۲۸
د ګمارنې ډول: دایمي
دندې او مسوولیتونه:
• د اړوندو کارکوونکو د چارو مدیریت، رهبري، څارنه، کنترول او ارزونه؛ د چارو د ښه والي لپاره د هڅونې رامنځته کول، د کار اغېزناکتیا او مولدیت زیاتول، د روزنیزو اړتیاوو ټاکل او د هغوی د ظرفیت لوړول؛
• د پالیسیو، مقرراتو، کړنلارو، لایحو او رڼو او حساب ورکوونکو معیاري سیستمونو په طرحه، ترتیب او پراختیا کې همکاري او د ستراتیژیکو او کاري پلانونو ترتیب او تطبیق او د هغو له تطبیق او څرنګوالي څخه څارنه ترسره کول؛
• د ریسک مدیریت پالیسۍ، د ریسک ارزونې چوکاټ، د معلوماتي ټکنالوژۍ پالیسۍ، د سوداګرۍ د دوام پلان او له کړکېچ څخه د افغانستان بانک د وتلو پلان له بشپړ تطبیق څخه ډاډ ترلاسه کول؛
• د افغانستان بانک له اړوندو آمریتونو څخه د معلوماتي ټکنالوژۍ ریسک اړوند د ترلاسه شوو مکتوبونو د صحت او کیفیت تصدیقول؛
• د معلوماتي ټکنالوژۍ د ریسکونو د پېژندنې پروسې رهبري کول چې په کې ګواښونه، زیان مننې او د معلوماتي ټکنالوژۍ په چاپیریال، داخلي او بهرنۍ شبکو، هارډویر، سافټویر، اپلیکېشنونو، عملیاتي سیستم انټرفیسونو او انساني عناصرو کې موجود ریسکونه شامل دي؛
• د افغانستان بانک د اړوندو آمریتونو د معلوماتي ټکنالوژۍ د ریسک ارزونې کړنو څخه څارنه او د معلوماتي ټکنالوژۍ د تصویب شوې پالیسۍ او د ریسک مدیریت له چوکاټ سره سم د ارزونو تاییدول؛
• د ریسک د پېژندنې د ابزارونو، لکه د زیان مننې سکنرونو او د نفوذ ازموینې د کارونې څارنه او د نړیوالو معیارونو سره سم د عملیاتي او مدیریتي کنټرولونو بیاکتنه؛
• د معلوماتي ټکنالوژۍ د ریسک د اندازه ګیرۍ د پایلو بیاکتنه او تاییدول او د ریسک د کمولو لپاره مناسبو انتخابونو وړاندیز کول؛
• د افغانستان بانک په اړوندو آمریتونو کې د ورکشاپونو، پوښتنلیکونو او نورو میتودونو له لارې د ریسک د ځاني کنټرول ارزونې فورم (RCSA) له اجراء څخه څارنه کول؛
• له دې څخه ډاډ ترلاسه کول چې اړوند آمریتونه د ریسک د ثبت دقیق او نوی شوی کتاب (ریسک ریجستر) لري، او د معلوماتي ټکنالوژۍ ریسک له پېژندلو وروسته درجه بندي شوی او د ریسک د کمولو لپاره اړین اقدامات په پام کې نیول شوي دي؛
• د معلوماتي ټکنالوژۍ اړوند د دوام او بحران څخه د وتلو پلان پلي کول؛
• د معلوماتي ټکنالوژۍ د ریسک اړوندو پالیسیو، کړنلارو او میتودولوژیو بیاکتنه، زیاتونه او تعدیل؛
• د پېژندل شوو ریسکونو د صحت، د معلوماتي ټکنالوژۍ د ریسک د ارزونې پروسې او له اړوندو آمریتونو سره د ریسک کمولو پلان له تعقیب څخه د ډاډ ترلاسه کول او په دې برخه کې له تر اغېز لاندې مدیرانو سره همکارۍ او همغږي؛
• د معلوماتي ټکنالوژۍ د ریسکونو د مدیریت د اشتها او زغم د کچې د تطبیق لپاره د افغانستان بانک د ریسک مدیریت او قانون رعایتولو کمېټې ته د اغېزناکو نظرونو او وړاندیزونو وړاندې کول؛
• د اړوندو کړنلارو له مخې د معلوماتي ټکنالوژۍ د ریسک مدیریت د کړنو له ترسره کېدو څخه ډاډ ترلاسه کول؛
• د معلوماتي ټکنالوژۍ د ریسک د ارزونې دوراني راپور ترتیبول او مستقیم مدیر، واک لرونکي آمر او د ریسک او قانون رعایتولو کمېټې ته یې وړاندې کول؛
له دې څخه ډاډ ترلاسه کول چې د افغانستان بانک د معلوماتي ټکنالوژۍ په پالیسۍ کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د ریسک اړوند ټولې درج شوې پالیسۍ او کړنلارې په سمه توګه تطبیقیږي؛
• د ریسک د ثبت کتاب ساتل او په دوره یي ډول یې تازه کول؛ د پېژندل شوو ریسکونو د ارزونې او هغو ته د رسېدنې لپاره د دوامداره پاملرنې او بیاکتنې پروسې رامنځته کول؛
• په روزنیزو پروګرامونو کې ګډون کول او د افغانستان بانک د اړوندو کارکوونکو لپاره، په ځانګړې توګه د معلوماتي ټکنالوژۍ د ریسک په اړه د روزنیزو، عامه پوهاوي او ظرفیت لوړونې پروګرامونو جوړول؛
• د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛
• د نورو هغو دندو او مسوولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړو مقاماتو له لارښوونې سره سم د لایحې او مقرراتو له مخې سپارل کېږي.
د زده کړې درجه:
• لږ تر لږه د کمپیوټر ساینس، معلوماتي ټکنالوژۍ او معلوماتي سیستمونو په برخو کې د لیسانس درلودل، د ماسترۍ درجې یا مسلکي سندونو لکه (CISA, CRISC, CISSP) یا د هغې معادل سند ته لومړیتوب ورکول کیږي.
تجربه:
• د دندې اړوند څلور (۴) کاله کاري تجربه درلودل.
مهارتونه او وړتیاوې:
• په رسمي ژبو او انګلیسي ژبې کې د لوړ مهارت درلودل ؛
• د مدیریتي مهارتونو درلودل؛
• له کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا؛
• له بانکي قوانینو، مقرراتو سره بلدتیا؛
• د وظیفوي موضوعاتو د تحلیل، د مالي موضوعاتو د تفسیر او تعبیر او د دقیقې راپور ورکونې وړتیا درلودل؛
• د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا درلودل؛
• په خبرو کې فصاحت او بلاغت او د دندې د محرمیت ساتل؛
• د کاري مسوولیت پوهه او درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندل.
شخصي صفتونه او ارزښتونه:
رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
یادونه:
• درخواست کوونکی کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.
• د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.
• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.