د پیسو وینځلو او د تروریزم د تمویل د ملي خطرونو د ارزونې ورکشاپ

Mpoya
Tue, Aug 27 2019 12:38 PM
د پیسو وینځلو او د تروریزم د تمویل د ملي خطرونو د ارزونې ورکشاپ  کابل، د ۱۳۹۸ کال د زمري ۴مه – په کابل کې د نړیوال بانک په مرکزي دفتر کې د پیسو وینځلو او د تروریزم د تمویل د ملي خطرونو د ارزونې په اړه درې ورځنی ورکشاپ د تصدیق پاڼو په ویشلو سره پای ته ورسېد. په دې ورکشاپ کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال او سرپرست ښاغلي واحدالله نوشېر له افغانستان بانک سره د نړیوال بانک له هر اړخیزو همکاریو مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د پیسو وینځلو او د تروریزم د تمویل د ملي خطرونو په راکمولو کې به لا نور ګړندي ګامونه پورته

کابل، د ۱۳۹۸ کال د وږی ۴مه – په کابل کې د نړیوال بانک په مرکزي دفتر کې د پیسو وینځلو او د تروریزم د تمویل د ملي خطرونو د ارزونې په اړه درې ورځنی ورکشاپ د تصدیق پاڼو په ویشلو سره پای ته ورسېد.

په دې ورکشاپ کې د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر له افغانستان بانک سره د نړیوال بانک له هر اړخیزو همکاریو مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د پیسو وینځلو او د تروریزم د تمویل د ملي خطرونو په راکمولو کې به لا نور ګړندي ګامونه پورته کړي.

په دې ورکشاپ کې ګډونوالو ته د پیسو وینځلو او د تروریزم څخه د ملاتړ د ملي خطرونو د را کمولو په اړه معلومات ورکړل شول او په کې د افغانستان د مالي معاملاتو او راپورونو د شننې مرکز له لوري په دې اړه د جوړ شوي راپور ارزونه وشوه او دغه راپور مثبت وارزول شو.

یاد راپور چې د افغانستان د مالي معاملاتو او راپورونو د شننې مرکز سره د نړیوال بانک او ۱۷ بېلابېلو ادارو د ۴۵ استازو ګډه همکارۍ جوړ شوی دی، په کې د بېلابېلو ادارو په چارو کې د پیسو وینځلو او د تروریزم د تمویل د ملي خطرونو ارزونه شوې ده.

د یادونې وړ ده چې په دغه ورکشاپ کې د نړیوال بانک متخصصینو د افغانستان د مالي معاملاتو او راپورونو د شننې مرکز له لوري د جوړ شوي راپور ستاینه وکړه او یاد راپور یې د پیسو وینځلو او د تروریزم د تمویل د ملي خطرونو په راکمولو کې د خورا ارزښت وړ یاد کړ او افغانستان ته یې د دې لاسته راوړنې مبارکي وویله.

پاتې د نه وي چې د افغانستان د مالي معاملاتو او راپورونو د شننې مرکز چې د افغانستان بانک په اډانه کې کار کوي، د پیسو وینځلو او د تروریزم د تمویل د ملي خطرونو د راکمولو په پار د عمل پلان هم جوړ کړی دی چې له ۲۰۲۰ تر ۲۰۲۲ میلادي کال پورې به پلی شي.

باید یادونه وشي چې د دې ورکشاپ په وروستۍ ورځ د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال سربېره د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي، د نړیوال بانک متخصصینو او د یو شمېر نورو ادارو استازو هم ګډون کړی وو.

Latest news

Wed, Jul 09 2025 12:44 PM
Background image

IFSB 23rd Annual Meeting in Rabat, Morocco

The Acting Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, along with his accompanying delegation, participated in the 23rd annual meeting of the Islamic Financial Services Board. . .

Sun, Jun 29 2025 5:38 PM
Background image

DAB Governor Departs for Morocco to Attend IFSB Annual Session

June 29, 2025– The Governor of Da Afghanistan Bank, Noor Ahmad Agha, and his accompanying delegation have left the country to attend the annual session of the Islamic Financial Services. . .

Sat, Jun 28 2025 3:47 PM
Background image

First Deputy Governor Holds Meeting with AACC President

June 28, 2025 – Sediqullah Khalid, the First Deputy Governor of Da Afghanistan Bank, met with Jeffrey Grieco, the president of the Afghan-American Chamber of Commerce (AACC), in his. . .

BACK TO NEWS